له برجامه د امریکې وتل او قدس ته یې د سفارت منتقلول د واشنګټن دوه تاریخي غلطۍ دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له برجامه د امریکې وتل او قدس شریف ته د دغه هیواد د سفارتخانې انتقال د واشنګټن دوه سترې او تاریخي تیروتنې وبللې.
ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د نیوزي لینډ د نوي سفیر همیش مک ماسټر د باور لیک د ترلاسه کولو په وخت د برجام او قدس شریف په وړاندې د امریکې له دوو غلطو پریکړو سره د نړیوالې ټولنې مخالفت ته په اشارې سره وویل: تاریخ په قضاوت وکړي چې د امریکې د حکومت دا دواړه پریکړې ډیرې ناسمې او د ایران او سیمې د خلکو په وړاندې کره نه دي.
حسن روحاني د برجام (ایټمي موافقې) په وړاندې د نیوزي لینډ د مثبتو دریځونو په قدرونې سره څرګنده کړه: د ایران او نیوزي لینډ په اړیکو کښې ښې وړتیاوې شته چې باید ورڅخه د علاقې وړ ټولو ډګرونو کښې د ګډو ملګرتیاو د پراختیا لپاره ګټه پورته کړو.
په دغه کتنه کښې همیش مک ماسټر هم ولسمشر روحاني ته د خپل باور لیک په وړاندې کولو سره وویل: په لویدیځې آسیا کښې د نیوزي لینډ ترټولو پخوانی سفارت په تهران کښې دی چې دا له یو بل سره د دواړو حکومتونو او ولسونو د ژورو او دوستانه اړیکو ښودونکی دی او ضروري ده چې دا اړیکې له مخکښې نه زیاتې پياوړې شي.
په تهران کښې د نیوزي لینډ نوي سفیر برجام د تاریخ ترټولو مهمه سفارتي بریا وبلله او زیاته یې کړه: له برجامه د نړۍ د هیوادونو ملاتړ د نړیوالو اړیکو په ډګر کښې د دې موافقې د ځانګړي موقعیت بیانونکی دی.