بیت المقدس په سیاسي لوبو له مسلمانانو نه شي بیلیدی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: مسجدالاقصی او بیت المقدس د ټولو مسلمانانو لپاره د احترام وړ دي او دا مقدسه خاوره په سیاسي لوبو سره د نړۍ له یونیم میلیارډ مسلمانانو څخه نه شي بیلیدی.
ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې د فلسطین د خلکو مقاومت ته په اشارې سره زیاته کړه: صهیونیسټي رژيم تل د تیري او د بیګناه خلکو په وژلو پسې پاتې شوی او د دغه رژیم پوځیانو د نکبت په ورځ هم د فلسطین مظلوم او پتمن ولس په خاور او وینو کښې ولغړوه او لسګونه کسان یې شهیدان او زرګونه یې زخمیان کړل.
د ایران ولسمشر د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د ځینو عربو او اسلامي هیوادونو له چپتیا د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: فلسطیني ولس د خپلې خاورې لپاره جنګیږي او د افسوس خبره ده چې ځیني لویدیځ هیوادونه د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو لپاره د روا دفاع کلمه استعمالوي.
د ایران د مجریه قوې مشر د فلسطین د خلکو مقاومت ته په اشارې سره څرګنده کړه: د نړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د وحدت له ساتلو او د خپل ټاټوبي د آزادولو لپاره د فلسطین د خلکو له مرستې پرته بله لاره نه لري.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین د خلکو د حقوقو مدافع پاتې شوی، زیاته کړه: ایران همیشه د تیري ګرو او ظالمانو په وړاندې دریدلی او وروستۍ بریا به د مظلومانو او فلسطینیانو وي.
ولسمشر همداشان له برجام څخه د امریکې وتنې ته په اشارې سره هم وویل: په ایټمي مسئله کښې یوشمیر کسانو فکر کوه چې په دباؤ، بندیز، ګواښ او حتی د جنګ د علامو په ښودلو سره د ایران ولس تسلیمولی شي خو د ایراني ولس دریدنې او مقاومت ښه ترا وښودله چې دا تفکر ناسم او غلط دی.
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې عامه افکار او د صهیونیسټي رژيم او د سیمې د یو دوو وړو پيئلو رژيمونو پرته د نړۍ په هیوادونو کښې هیڅوک د امریکې پلوي نه دی او واشنګټن نن سبا د یو تورن په موقعیت کښې دی.