روحاني: د امريکي رژيم د چارواکو خبرې د ايران لپاره څه نوې نه دي
(last modified Thu, 24 May 2018 01:03:09 GMT )
May 24, 2018 05:33 Asia/Kabul
  • روحاني: د امريکي رژيم د چارواکو خبرې د ايران لپاره څه نوې نه دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د روژې مبارکه مياشت د الهي رحمت او د مقاومت مياشت وبلله او وې ويل: د تېرو څلوېښتو کلونو په دوران کښې خلقو خپل آمائشونه په ښه ډول تېر کړي دي او په ټولو لوړو ژورو کښې يې له نظام، انقلاب او ملي ګټو څخه دفاع وکړه.

ولسمشر حسن روحاني پرون د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د نظام د يو شمېر چارواکو ، کارګزارانو او حکومتي او لشکري مختلفو ادارو د لوړ رتبه مديرانو په کتنه کښې وويل: هغه څه چې نن د امريکي رژيم چارواکي وائي د ايران د خلقو لپاره څه نوې خبره نه ده ځکه چې دغه خبرې زړې او د څلوېښتو کلونو مخکې خبرې دي.

د ايران ولسمشر زياته کړه، له برجامه د امريکې د وتلو په وړاندې د يو ناروا رژيم او څو وړو وړو هېوادونو نه بغېر د نړۍ ټولو هېوادونو مخالفت وکړ چې دا په سياسي او حقوقي ډګر کښې د ايران کاميابي ګڼل کيږي.

ډاکټر روحاني د دې په بيانولو سره چې په ټولو فېصلو کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حکومت لارښود او هادي ؤ او دے وويل: نن د برجام له نورو پينځو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کښې يوو او که څه هم هغوي په خوله او سياسي اعلانيو کښې ځانونه په برجام ژمن بولي خو بايد د عمل په مېدان کښې وګوروو چې څه ډول عمل کوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په راتلونکو هفتو کښې د چين او روسيې له مشرانو سره د خپلو ليدنو کتنو او له له دريو اروپائي هېوادونو سره د تماس ټينګولو خبر ورکړ او زياته يې کړه: که دغه پينځه هېوادونه وکړې شي په برجام کښې د يران ګټې په خاصه توګه اقتصادي ګټې پوره کړي نو برجام ته به له امريکې نه بغېر دوام ورکړوو او ګنې ضروري فېصله به وکړوو او ايران به له برجام سره او بې له برجامه په ښۀ ډول وچليږي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د امريکې د وروستيو اقداماتو په نتيجه کښې ترلاسه شوې ستره نتيجه د ايران د ملت لا زياته غږملتيا او يووالے وبلۀ او واضحه يې کړه: په دې کښې شک نه لروو چې په داسې حالاتو کښې چې د ايران متحد او يو موټے ملت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر شا ته ولاړ دے هيڅ يو قوت دغه ستر ملت نه شي په ګونډو کولو.

 

ټیګونه