روحاني: په ټولو ډګرونو کښې د تهران – اسلام آباد د تعلقاتو پياوړتيا له مخکې نه زياته ضروري
د ايران د اسلامي جمهوريت مشر د اقتصادي په شمول د دلچسپۍ وړ په ټولو ډګرونو کښې له مخکې نه زياته د تهران – اسلام آباد د تعلقاتو پياوړتيا ضروري وبلله او تاکيد يې وکړ، ايران او پاکستان د يو بل سټراټيجک بشپړونکي دي.
ډاکټر حسن روحاني پرون د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران احمد خان نيازي سره په ټيلفوني تماس کښې د پاکستان په پارلېماني انتخاباتو کښې د دغه ګوند د کاميابۍ د مبارکۍ په ويلو سره دا اميد څرګند کړ چې په نوي دوران کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ زيات نزدې او صميمي تعلقات جوړ شي.
ولسمشر روحاني همدارنګ د تهران او اسلام آباد د تعلقاتو د پياوړتيا د اهميت په اړه د تحريک انصاف ګوند د مشر څرګندونو ته په اشارې سره زياته کړه، دواړه هېوادونه پکار دي په اقتصادي او تجارتي تعلقاتو کښې د پام وړ پرمختګ وويني.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ عمران خان ته د اېشيا د خبرو اترو او ملګرتياو د ټولنې په غونډه کښې د ګډون لپاره چې په اکتوبر مياشت کښې په تهران کښې جوړيږي بلنه ورکړه.
عمران خان هم په دغه ټيلفوني تماس کښې د دې په بيانولو سره پاکستان په ټولو زمينو کښې په تېره بيا تجارتي ډګر کښې له ايران سره په تعلقاتو کښې د زيات پرمختګ غوښتونکے دے اطمينان څرګند کړه چې د دواړو هېوادونو تعلقات به لا زياته پراختيا او ژورتيا پېدا کړي او پاکستان له ايران سره د تعلقاتو د پياوړتيا لپاره د ډېر زيات اهميت قائل دے.
عمران خان همدارنګ تاکيد وکړ، په تهران کښې د اېشيا د خبرو اترو او ملګرتيا په غونډه کښې به خامخه شرکت وکړي.