ايران به کومه لاره غوره کړي؟
د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې وړمه ورځ د مشهور او نړيوال ليکوال ولي نصر په قلم سره «ايران به کومه لاره غوره کړي؟» تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړې ده چې ځينې برخې يې د قدرمنو دوستانو په خدمت کښې وړاندې کوو:
«د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا په ايران هغه يو لړ بنديزونه ولګول چې باراک اوباما په ۲۰۱۵ کال کښې د برجام موافقې په لاسليکولو سره لرې کړي وو. دا د ايران په خلاف د ټرمپ دويم ستر اقدام دے. وړومبے اقدام هغه ؤ چې د سږ کال د مۍ په مياشت کښې له برجامه ووتۀ. د ټرمپ لخوا له برجام څخه د امريکې د وتلو له اعلانه وروسته چې په مۍ مياشت کښې وشو د امريکې حکومت به تل ويل چې په تهران باندې به اقتصادي دباو له مخکې نه لا زيات شي چې نه يوازې به د دغه هېواد د اېټمي پروګرام د بشپړه کېدو مخنيوے وشي بلکه په سيمه کښې د ايران نفوذ به هم کم شي. حتی د امريکې د دغو دباونو يو مقصد د يو اسلامي جمهوري هېواد د قوت کمول هم دي. خو زياتره خلق ګمان کوي چې د امريکې مقصد په ايران کښې د نظام بدلول دي خو اوس دا احساس کيږي چې د دغه بيان شوي هدف په نسبت د ټرمپ هدف ډېر وړوکے دے. د هغه هدف دا دے چې له ايران سره اېتمي معامله وکړي. هغه د اوباما معامله د خپلې لارې خنډ بولي او له برجامه د امريکې له وتلو وروسته د امريکې ولسمشر غواړي چې ايران دې ته وهڅوي چې د هغه د خوښې مطابق تګ وکړي او بيا د ايران له ولسمشر روحاني سره نوې خبرې اترې شروع کړي.
دا تقريباً هم هغه طريقه ده چې ټرمپ له شمالي کوريا سره شروع کړې ده. له يرغلي حالت نه پس خبرې اترې به له بده مرغه له هغو خبرو اترو څخه چې اوباما په مخکې نيولې وې څه فرق ونه لري. اوباما د خبرو اترو مېز ته د ايران د راکښلو لپاره له اقتصادي دباو نه کار واخېست خو تنقيد کونکي ټرمپ ته وائي چې هغه پاليسي چې له شمالي کوريا سره غوره کړې شوې وه له ايران سره به څه نتيجه ونه لري. وجه د ايران د ولسمشر څرګندونې دي چې پکښې يې د امريکې ولسمشر ته په واضحه توګه ويلي وو چې د امريکې ولسمشر يو د اعتماد نه وړ کس دے او هيڅ اعتماد پرې نه شي کېدې چې په يوه لحظه کښې د برجام په شان له نړيوالې معاهدې ووتۀ چې د اعتماد د فضا د رامنځته کېدو په ځاے بدمعاشي غوره بولي. خو له امريکې سره يو بيله نوې معامله ده چې آيا تهران د داسې يوې معاملې لپاره پکار دي خبرې اترې وکړي يا نه؟ که ايران غواړي له ټرمپ سره خبرې اترې وکړي نو واضحه او ساده معنا به يې دا نه وي چې دغه هېواد يعنې ايران دې ته حاضر دے چې مخکېنۍ معاهده يعنې برجام ختم کړي. په داسې يو حالت کښې نوې معامله به له مالي نظره زياته د ايران په ګټه نه وي او له هر څه مهمه دا چې ايران پکار دي محتاط اوسيږي چې روسيه، چين او اروپا له ځانه لرې نه کړي چې تر اوسه په برجام باندې چې اوباما لاسليک کړے دے پابند پاتې دي.
په اوس حال کښې ايران ډېپلومېټکه برتري لري. کله چې ايران دغه معاهده ومنله، نو هغه وخت دا امريکه وه چې له ټولې دنيا څخه ګوښې ته شوه نه ايران. خو که ولسمشر روحاني له ټرمپ سره د خبرو اترو نوې لړۍ شروع کړي نو هغه برتري چې له مختلفو لارو يې ترلاسه کړې ده له لاسه ورکړي. که څه هم ټرمپ په نويو بنديزونو او رسانه اي پروپېګنډو سره ايران تر دباو لاندې راوستے دے او د ايران د پېسې ارزښت يې غورزولے دے او د ايران خلق د ګرانۍ او اقتصادو له لحاظه تر سخت دباو لاندې راغلي دي او امريکه کوشش کوي چې د ايران خلق سړکونو ته راوباسي، خو امريکه له دغو اقداماتو څخه څه نه شي ترلاسه کولي.
ايران غواړي چې چين، هند او روسيه هم د امريکې د بائيکاټونو په مقابل کښې څه حل لاره پېدا کړي خو ايران پکار دي د امريکې دغه موهوم امکانات ښه وڅيړي چې ټرمپ هغو ته د رسېدو لپاره غواړي نوې خبرې اترې شروع کړي. په يقيني توګه د ايران لوړ رتبه چارواکي لګيا دي د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ سره د ترمپ کتنه هم څيړي. ايراني چارواکي له ټرمپ سره نوې خبرې اترې نه شي شروع کولې، ځکه چې نتيجه به يې له مخکې نه څه غوره نه وي چې امريکې ورته مخکې دهوکه ورکړې ده او اوس د دويمې معاملې لپاره لګيا ده دباونه راوړي. په همدې وجه په ايران کښې د ولسمشر روحاني مخالفينو د ټرمپ وړانديز رد کړے دے او له بلې خوا په ايران کښې يو نوے حالت د رامنځته کېدو په حال کښې دے چې د روحاني حکومت هغه د خپل حکومت لپاره ګواښ بولي او د ايران د ملي امنيت شورا هم تراوسه په دې باره کښې وروستۍ فېصله نه ده کړې او هره هغه فېصله چې دغه شورا يې وکړي نو کېدې شي د ايران ټول سياسي ځواکونه ورسره متفق شي. د امريکې او په خاصه توګه د ټرمپ حالت ټولو ته په ډاګه دے. اوس دا ايران دے چې کومه لار به غوره کوي؟
------------