روحاني: ايران په امريکې پوره بې اعتماده دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ايران په بشپړه توګه په امريکې بې اعتماده دے او اروپا، چين او کېنېډا هم نور په امريکې اعتماد نه کوي.
ډاکټر حسن روحاني نن په ايران کښې د دفاعي صنعت د کليزې په مراسمو کښې وويل: د امريکې د کانګرس استازيو يو قانون تصويب کړ چې پکار نه دي له ايران سره جنګ وشي، ځکه چې پوهيږي ايران توانمن او قدرتمن دے او په ايران باندې حمله لګښت لري.
روحاني د دې په بيانولو سره چې د وسله والو ځواکونو چمتووالے پکار دي تردې حده وي چې دښمن د تيري جرات ونه لري، واضحه کړه: د دفاعي توان د زياتولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت ټول کوششونه او لګښتونه د زيات لګښت لرونکي جنګ له تپل کېدو او تېريو څخه د مخنيوي په هدف سره دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د ايران ملت تل له نورو هېوادونو سره د سوله ايز ژوند او تعلقاتو په لټه کښې دے او دفاعي چمتووالے د پائېدارې صلح غوښتنې په معنا دے.
روحاني تاکيد وکړ: د کافي دفاعي چمتووالي او توانمنۍ نيشووالے يعنې د جنګ هرکلے او د تيري لپاره دښمن ته د شين څراغ ښودنه ده.
د ايران د دفاع عالي شورا مشر په سيمه کښې په وروستيو کلونو کښې د ترهه ګرۍ د ښکارندې پراختيا ته په اشارې سره وويل: د ايران اسلامي جمهوريت په خپله خوښه د سيمې د ملتونو مرستې ته وردانګل او په سيمه کښې د ترهه ګرو په ختمولو کښې يې موثره کردار ادا کړ.
هغه د دې په بيانولو سره چې چې د ايران ځينې ګاونډي هېوادونه په ظاهره کوشش کوي د خپل امنيت ساتنه وکړي په ډاګه کړه، هغوي په ډېره ممکنه ګرانه بيه وسلې اخلي خو د وسلو د استعمال لپار ه د هغو د خرڅونکي د غوښتنو تسلميېدو ته مجبور دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په ذکرولو سره چې د ايران د وسله والو ځواکونو ځانګړتيا د هغوي ولسي جوړښت دے وويل: د هر هېواد وسله والو ځواکونو او ولس مضبوطې او پراخه رشتې د هغوي د ماتې نه خوړنې سبب وي.
نن د اګست دويشتمه نېټه په ايران کښې د دفاع صنعت ورځ ده.