د قربانۍ د اختر په مناسبت د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د روحاني د مبارکۍ پېغام
(last modified Tue, 21 Aug 2018 23:51:21 GMT )
Aug 22, 2018 04:21 Asia/Kabul
  • د قربانۍ د اختر په مناسبت د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د روحاني د مبارکۍ پېغام

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په بيله بيلو پېغامونو کښې د اسلامي هېوادونو مشرانو د قربانۍ د اختر مبارکي وويله.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حجت الاسلام والمسلمين حسن روحاني پرون په دغو پېغامونو کښې اميد څرګند کړ چې د نړۍ ټول مسلمانان وکړې شي ملکوت ته د رسېدو او نزدې کېدو لار په سرلوړۍ سره پلې کړي او له خپل نفس او انانيت څخه په ازادۍ او د خپل معبود په وړاندې په تسليمېدو سره په تشدد، تندلاريتوب او زورورۍ باندې چې نن د بشريت ګرېوان ته رسېدلي دي بريالي شي او د اسلامي ملتونو ترمېنځ صلحه، ارامښت، انصاف او دوستي پراختيا ومومي.  

 

ټیګونه