ولسمشر روحاني او د قطر امیر ټیلیفوني خبرې اترې وکړې
(last modified Sun, 26 Aug 2018 11:52:35 GMT )
Aug 26, 2018 16:22 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني او د قطر امیر ټیلیفوني خبرې اترې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمینځ په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کښې د ملګرتیا د پراختیا لپاره ډیرې زمینې او وړتیاوې شته دي او د دې ملګرتیا د پياوړتیا مخې ته هیڅ خنډ نشته.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو د پانګه والو او سوداګرو د فعالیت د اسانتیا لپاره هلې ځلې ضروري وبللې او ویې ویل: د بندري او سمندري ملګرتیاؤ پیاوړتیا او د بیړۍ چلونې د یوې ګډې کرښې جوړول د دواړو هیوادونو له تجارت سره ډیره مرسته کوي.

ولسمشر روحاني په مختلفو ډګرونو کښې د عمراني پروژو د اجرا لپاره د ایراني شرکتونو توانمنۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: ایراني شرکتونه د فني او مهندي خدماتو د صادرولو په تیره بیا په ۲۰۲۲ کال کښې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو لپاره د قطر د عمراني پروژو په اجرا کښې ګډون ته بشپړ چمتووالی لري.

د اسلامي ایران ولسمشر همداشان په دې خبرې سره چې هیڅ شک نشته چې د دواړو حکومتونو په هوډ او ارادې سره، د تهران-دوحې اړیکې د دواړو ولسونو د ګټو په لاره کښې له مخکې نه زیاتې پراخې او ژورې شي، د ا مریکې قانون ماتونې او د ایټمي موافقې خلاف ورزۍ ته اشاره وکړه او له برجامه په ملاتړ او د امریکې له غیرقانوني بندیزونو سره په مقابله کښې یې د قطر په شان د ځینو هیوادونو د سیاسي دریځونو قدرونه وکړه.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم په مختلفو برخو کښې د قطر او ایران دوستانه او ورورولیزو اړیکو ته اشاره وکړه او د قطر د کړکی په لړ کښې د ایران د رغنده دریځونو په قدرونې سره وویل: د قطر د خلکو په پيوستون او د دوستو هیوادونو په تیره بیا د ایران په ملګرتیا سره دا هیواد له ظالمانه محاصرې او له امله یې رامینځته شویو ستونزو څخه ووت.

د قطر امیر همداشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیواد یې د ایټمي موافقې د خلاف ورزۍ مخالف دی، زیاته کړه: د قطر حکومت تل له تهران سره د خپلو اړیکو د لامضبوطولو په تکل کښې پاتې شوی او له صلحه ایزو لارو چارو د سیاسي ستونزو د هواري ملاتړ کوي.

 

ټیګونه