د ایټمي موافقې لوري دې د هغې د ساتلو لپاره خپل پروګرامونه لاچټک کړي
(last modified Tue, 28 Aug 2018 03:15:44 GMT )
Aug 28, 2018 07:45 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې لوري دې د هغې د ساتلو لپاره خپل پروګرامونه لاچټک کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې وویل: له ایټمي موافقې د امریکې یواړخیزې وتنې ته په پام سره د دې موافقې نور لوري باید د برجام د ساتنې لپاره په خپلو پروګرامونو کښې لا چټکتیا او روڼتیا راولي.

ولسمشر حسن روحاني پرون له خپل فرانسوي همرتبه امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني تماس کښې زیاته کړه: ایران د ایټمي موافقې د ساتنې غوښتونکی دی خو په عین حال کښې که د مالي او د پیسو، تیلو، بیمې او ټرانسپورټ د برخو د ضمانت په لړ کښې د اروپا د اجرايي پروګرام راتلونکی معلوم او روښانه نه وي نو تهران به نورو اقداماتو ته مخه کړي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فرانسې ولسمشر هم په دې خبرې سره چې پاریس له تهران سره د خپلو اړیکو پراختیا او ژورتیا غواړي، وویل: فرانسه د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره خپل پوره پوره کوشش کوي او پر دغې موافقې ژمنه ده او پر خپلو مسئولیتونو به عمل وکړي.

روحاني او مکرون په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د ګډو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره د نزدې تماسونو په دوام ټینګار وکړ.

 

ټیګونه