روحاني: امريکه په خپله هيڅ ژمنه پابنده نه ده
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د تهران په خلاف د امريکې د بنديزونو لګولو ته په اشارې سره وويل، امريکه د يو حکومت په توګه چې د ټولو نړيوالو قوانين په خلاف يې په ايران بنديزونه لګولي دي په خپله هيڅ ژمنه او وعده پابنده نه ده.
ډاکټر حسن روحاني پرون د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د حکومتي کابينې د غړيو په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې د امريکايانو مقصد له اقتصادي دباو نه بالاتر دے او غواړي يو ځل بيا ايران ته راستانه شي او په هېواد مسلطه شي، واضحه کړه هغوي غواړي يوځل بيا د ايران خپلواکي تر پښو لاندې کړي او د ايران په خلقو باداري وکړيو خو د ايران ملت هيڅکله دا کار نه مني او په خپلې ټينګ اودرېدنې او مقاومت سره به دنيا ته وښئ.
روحاني تاکيد وکړ، د ايران خلق به د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په پېروۍ او لارښونې سره دښمنانو ته د خپلو دسيسو د پوره کولو اجازه ورنکړي.