د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ غونډه د ایران د ډیپلماسۍ لپاره یو ښه فرصت دی
(last modified Tue, 18 Sep 2018 10:16:49 GMT )
Sep 18, 2018 14:46 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ غونډه د ایران د ډیپلماسۍ لپاره یو ښه فرصت دی

د ایران خارجه وزیر وویل: د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې غونډه په ډیره لوړه یعنې د ولسمشر په کچه د ایران د اسلامي جمهوریت د لیدتوګو د بیانولو په موخه د ایران د ډیپلماسۍ لپاره یو ښه فرصت دی.

محمد جواد ظریف نن په دې خبرې سره چې د ملګرو ملتو له دریو نه څه باندې دوه برخه غړي هیوادونه په عمومي ټولنه کښې شتون لري، زیاته کړه: د ایران ولسمشر حسن روحاني به په دغه غونډه او همداشان په دوه اړخیزو او څواړخیزو غونډو کښې خبرې وکړي او دا یو ښه فرصت دی چې ټول هیوادونه ترې ګټه پورته کړي.

د ایران خارجه وزیر د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د اروپايي اتحادیې د اقداماتو په هکله هم وویل: دغې اتحادیې د برجام د ساتنې لپاره یولړ ژمنې کړې دي او ایران د هغوي د عملي اقداماتو د اجرايي کیدو په تمه دی.

ښاغلي ظریف په دې خبرې سره چې راتلونکې اونۍ به په ایټمي موافقې کښې له پاتې غړو سره یوه غونډه وکړي چې پکښې به د عملي شویو اقداماتو ټولګه وڅیړله شي، زیاته کړه: د دې غونډې نتیجه به په تهران کښې د ایټمي موافقې په اجرا  باندې څارونکي پلاوي ته رپورټ شي او له مخې به یې د ایران لوړرتبه چارواکي د ایټمي موافقې د دوام په هکله پریکړه وکړي.

د ایران خارجه وزیر وویل چې د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ (د ستمبر په درویشتمه) د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي.

 

ټیګونه