دایران په مقابل کې د امریکا لالهاندۍ
په داسې حال کې چې دامریکا خارجه وزیر دایران د اسلامی جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره د لیدوکتو لپاره د دغه هیواد دولسمشر دچمتووالی خبرې کوی ، په ملګروملتو کې دمریکا سفیرې په نیویارک کې د اسلامی ایران له ولسمشر س ره د امریکا دولسمشر هر ډول احتمالی کتنه رد کړې ده .
په ملګروملتو کې د امریکا سفیرې نیکی هیلې له فکس نیوز خبری چینل سره د دغه هیواد دخارجه وزیر مایک پمپئو دمرکې له خپریدو څو څو ساعته وروسته وئیلی ، چې په نیویارک کې به د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ دغونډې دترسره کیدا په پړاؤ کې د ایران او امریکا دولسمشرانو حسن روحانی او ډونالډ ټرمپ لیده کاته ترسره نشی .
له دې مخکې دامریکا خارجه وزیر پمپئو وئیلی وو ، چې ټرمپ نه یوازې له حسن روحانی سره دلیدو لپاره تیار دی ،بلکې داسلامی انقلاب له معظم لارښود آیت ا... خامنه ای سره هم لیدوکاتو ته تیار دی .
په عین حال کې د امریکائی چارواکو ګډوډې خبرې اودریځونه ښئ ، چې دایران په وړاندې د سپینې ماڼۍ لالهاندی تقریبا اوج ته رسیدلې ده . دغه لالهاندی اوسربدالۍ، دمئ میاشتې له مینځیو چې ډونالډټرمپ دنړیوالو ژمنو او پریکړو په خلاف امریکا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا وتل اعلان کړل ، لازیاتې شوې . په پیل کې امریکایان هیله مند وو ، چې ایران له جامعې ایټمی موافقې دامریکا دوتلو په غچ کې له دغې نړیوالې موافقې ووځی ، څو دایران په ضد نړیواله ټولنه سره بسیج او یو ځای کړی ، خو دامریکا د ژمنو دخلاف ورزیو له موضوع سره دایران سنجیده چلند ، سپینه ماڼۍ له سربدالۍ اولالهاندۍ سره مخامخ کړه . وروسته بیا د نړیوالې تولنې وار شو ، چې په یوه خولۀ ئې ، دامریکا له نړیوالې ایټمی موافقې وتل محکوم کړل او دایران داسلامی جمهوریت ئې ملاتړ وکړ . البته د ټرمپ له فیصلې مخکې ، ډیرو خبرداری ورکړی ؤ چې اریکا به له جامعې ایټمی موافقې په وتلو سره ، له سیاسی انزوا سره مخامخ شی . په عین حال کې ، دمخالفتونو دسختیدا اندازه د سپینې ماڼۍ له تصوره ډیره زیاته شوه او دامریکایانو سرخوږی اولالهاندۍ ئې ډیرې زیاتې کړې .
اوس هم دایران په ضد دامریکا دتیلی او بانکی بندیزونو دبیرته لګیدا په درشل کې ، اسلامی ایران له خپلې خوا ، دامریکایانو له دباؤنو او دړکو ډکو سیاستونو په وړاندې دتسلیمیدو هیڅ نښې نښانې نه دی ښودلی .
داپه د اسې حال کې دی چې دتیلو د بیّو له نړیوالې زیاتیدا اندیښڼې او له دې سره یو ځای ، دامریکا په داخل کې د پیټرولو دبیّو زیاتیدا نوره هم مخ په زیاتیدا ده ، او دا موضوع دامریکا په راتلونکو مینځ پړاوه انتخاباتو کې د جمهوری غواړو پر وضعیّت بدې اغیزې شیندلی شی . له دې امله دامریکا ولسمشر او خارجه وزیر پشمول د دغ هیواد حکومت لوړپوړی چارواکی هڅه کوی ، ایران د بې ربطه موضوعګانو په سر خبرواترو ته اړ کړی . په نیویارک کې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ د غونډې دترسره کیدا په وخت د دوو هیوادونو د ولسمشرانو کتنې ، د ایران له ولسمشر سره دکتنې په خاطر دځینو امریکائی چارواکو لپاره هیلې زیاتې کړی دی . په عین حال کې لکه څنګه چې په تیرو دووکلونو کې د دټرمپ په حکومت کې داړۍ ګړۍ او درز او نفاق څپې موجودې دی ، او هره ورځ لاپسې په زیاتیدو دی ، ځینی امریکائی چارواکو دایران د موضوع په وړاندې بیلابیل دریځونو ته مخه کړې ده . دهغو یو څرګند مثال،هم په یوه ورځ د امریکا دخارجه وزیر له څرګندونو سره په ملګروملتو کې د دغه هیواد د سفیرې په بشپړ متضادې څرګندونې دی ، چې ښئ دامریکایانو لالهاندۍ نوره هم زیاتې شوی دی .
د امریکا دکانګرس یوه غړی الیوت انګل وائی ، د ایران په وړاندې د ټرمپ حکومت سیاست ، په ټویئټر کې له جنګ غواړو ګواښونو څخه له کوم شرط پرته او په لوړه سویه دیوې غونډې دجوړیدا په وړاندیز بدل شو . وروسته ، خارجه وزیر مایک پمپئود حالاتو دښه کولو لپاره د بې قید او شرطه خبرو اترو په باب دټرمپ وړاندیز ته ځینی شرطونه ورزیات کړل ، یوازې د نړۍ درست هیوادونه نه دی چې د ایران په باب د امریکا ددریځ دڅرنګوالی په باب سربداله شوی دی ، زه هم په چورلټ ډول د حکومت په سیاست نه شم پوهیدلی .