د ایران په وړاندې د امریکي د حکومت غلط سیاست په ماتې محکوم دی
(last modified Wed, 26 Sep 2018 00:56:49 GMT )
Sep 26, 2018 05:26 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې د امریکي د حکومت غلط سیاست په ماتې محکوم دی

د اسلامي ایران ولسمشر د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په غونډه کښې وویل: امریکا د نړیوالو قواعدو او حقوقو په اپوټه، د امنیت شورا لخوا له یوې تصویب شوې څواړخیزې موافقې وتلې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په دري اویایمې غونډې کښې په دې خبرې سره چې برجام د څه باندې یوې لسیزې د سفارتي هلوځلو او د جوړ کړی شوي کړکیچ د ختمولو لپاره د خبرواترو د یو کوټلي پړاؤ نتیجه وه، څرګنده کړه: امریکا د نړیوالو قواعدو او حقوقو په اپوټه، د امنیت شورا لخوا له یوې تصویب شوې څواړخیزې موافقې وتلې ده.

د ایرنا د خبر له مخې: ولسمشر حسن روحاني په خپله وینا کښې له نړیوالو اړیکو د امریکې اخیستون اقتدار پالی وباله او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه دې نه پریږدي چې مصوبې یې، د ځینو غړو د انتخاباتي او تبلیغاتي لوبو ولجه شي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران په وړاندې د امریکې د حکومت غلط سیاست په ماتې محکوم دی، څرګنده کړه: د بهرني سیاست په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کړنلاره تل د څواړخیزپالنې او پر پیژندل شویو نړیوالو حقوقو د پابندۍ په بنیاد ولاړه ده.

روحاني له ایران سره د خبرواترو لپاره د امریکايي چارواکو تبلیغاتي ادعا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ایران په کوم معیار د امریکې له بې لوظه حکومت سره نوی لوظ وکړي؟

د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: هر ډول خبرې اترې باید د ایټمي موافقې او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په دوام کښې وي، نه یې په اپوټه او تیر وخت ته د ستنیدو په لړ کښې ځکه چې دا یوه ستره ستنیدنه ده.

روحاني وویل چې د ایران سیاست نه جنګ دی، نه بندیز، نه ګواښ او نه زور وینه بلکې د ژمنې پوره کول او په قانون عمل کول دي. هغه زیاته کړه چې ایران په ټول مینځني ختیځ کښې د صلحې او ولسواکۍ ملاتړ کوي.

د اسلامي ایران ولسمشر په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د ایران مبارزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ایرانیان د ترهګرۍ د پرونیو او ننیو قربانیانو په توګه تل له ترهګرۍ سره د مقابلې په وړومبي صف کښې پاتې شوي او بیا به هم پاتې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: د ایران ولس نن سبا د هغو لسګونو بیګناه انسانانو د شهادت په غم ویرجن دی چې تیره شنبه د هغو ترهګرو په لاس په خاورو او وینو کښې ولغړیدل چې په ډیرې سپین سترګۍ سره له ځینو لویدیځو پلازمینو څخه او په لویدیځ کښې د تیلو په ډالرو له چلیدونکو رسنیو سره په مرکه کښې یې د دې وحشي توب مسئولیت ومنه.

د ایران ولسمشر همداشان له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا او د لاامنې او لاپراختیا موندلې سیمې رامینځته کول د خپل هیواد د بهرني سیاست اصلي وړومبیتوب وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران نړیوالو مسائلو ته صلحه غواړې کتنه لرلې او له هیڅ کوم هیواد سره د جنګ نیت نه لري.

ولسمشر روحاني ایران د سیاست په بنیاد نه بلکې په خپل کلتور او تمدن کښې یې یوه امپراطوري وبلله او د نړۍ د هیوادونو مشرانو ته په خطاب کښې یې ټینګار وکړ: نړۍ به له ایرانه غوره ملګری ونه لري که چیرې صلحه مو ارمان وي.

 

ټیګونه