د ایران او ترکیې د اړیکو پراختیا د سیمې په ګټه ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر د تهران او انقرې اړیکې مثبتې او مخ په پراختیا وبللې او د ایران او ترکیې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو په پراختیا او پياوړتیا یې ټینګار وک
د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي پرون په انقره کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کښې، په نزدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د سټراټیجکې ملګرتیا د عالي شورا د پنځمې غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: ایران د یو ګاونډي، دوست او ورور هیواد په توګه له ترکیې سره د هراړخیزو اړیکو پراخولو ته چمتو دی.
هغه همداشان د ترکیې له لوړرتیه چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو او سلامشورو او ترکیې ته سفر لپاره د ایران د ولسمشر حسن روحاني د راتلونکي سفر لپاره ترسره شویو موافقو ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران له ترکیې سره په مختلفو برخو په تیره بیا د سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراختیا په لاره کښې د هیڅ خنډ او محدودیت قائل نه دی.
په دغه کتنه کښې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په مختلفو برخو کښې د ګډو موافقو او پروګرامونو د اجرا په لاره کښې د ایران او ترکیې د مسئولانو له هلوځلو او اړیکو له بهیره د خوښۍ په څرګندولو سره خپل هیواد ته د ایران د ولسمشر راتلونکی سفر او د دواړو هیوادونو د سټراټیجکې ملګرتیا د لوړې شورا د پنځمې غونډې ترسره کیدل د تهران او انقرې د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره یو غنیمت فرصت وباله.
هغه همداشان وویل چې له ایران سره د اړیکو پراختیا د ترکیې لپاره سټراټیجک اهمیت لري.