بندیزونه د ایران او ترکیې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو فرصت دی
اردوغان: ترکیه د امریکې بندیزونه نه مني او هیڅوک دې په دې تمه نه کښیني چې ګني ترکیه به د بندیزونو په وجه له ایران سره خپلې اړیکې کمې کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران او ترکیه په سم مدیریت سره د تهران خلاف د واشنګټن ظالمانه بندیزونه د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره په یو فرصت بدلولی شي.
د ایرنا د خبر له مخې حسن روحاني بیګا په انقره کښې د ایران او ترکیې د یوه ډله سوداګرو او اقتصادي فعالانو په ټول کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د اوږدې مودې لپاره د ترکیې د انرجۍ برابرولو ته چمتو دی، یو ځل بیا یې د ایران خلاف د امریکې بندیزونه ظالمانه وبلل او څرګنده یې کړه: د نړیوالو اصولو او د ولسونو له ګټو پرته هیڅ قدرت باید د ایران او ترکیې پر اقتصادي اړیکو اغیزه ونه کړي.
ولسمشر روحاني څرګنده کړه: د ایران د ولس خلاف د ظالمانه او غیرعادلانه بندیزونو شرایط د ایران او ترکیې د اړیکو لپاره په ډیرو ارزښتناکو شرایطو بدلیدی شي داشان چې هیڅ ګواښ او اقدام یې خراب نه کړی شي.
ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې ایران او ترکیه ټولې سیمې ته د امنیت او ثبات راستنولو ته هوډمن دي، زیاته کړه: تهران او انقره په ګډو ملګرتیاؤ سره بهرنیانو او بهرنیو قدرتونو ته وايي چې د سیمې د امنیت لپاره فیصله د دوي په لاس کښې نه ده.
په دغه غونډه کښې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ایران او ترکیې ترمینځ د څواړخیزو او پراخو اړیکو شتون ته په اشارې سره وویل: د ترکیې موخه دا ده چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپلو اقتصادي اړیکو کچه، د سیاسي اړیکو تر سویې لوړه کړي.
هغه د ایران خلاف د امریکې بندیزونو ته په اشارې سره وویل: نه دي پکار چې د امریکې بندیزونه له ایران سره د ترکیې د اړیکو د پراختیا مخه ونیسي او باید پوه شو چې د امریکې فیصله د ایران د خلکو د ځورولو په معنا ده او دا خبره ترکیه په هر فرصت کښې په جار اعلانوي.
ترک ولسمشر اردوغان څرګنده کړه: ترکیه د امریکې بندیزونه نه مني او هیڅوک دې په دې تمه نه کښیني چې ګني ترکیه به د بندیزونو په وجه له ایران سره خپلې اړیکې کمې کړي.