د ګډو ملګرتياو په دوام د ايران او افغانستان تاکيد
(last modified Sun, 06 Jan 2019 08:00:35 GMT )
Jan 06, 2019 12:30 Asia/Kabul
  • د ګډو ملګرتياو په دوام د ايران او افغانستان تاکيد

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر د دوستانه او ګډو ملګرتياو په دوام تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزير مرستيال سيد عباس عراقچي پرون په کابل کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرائي مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کښې په افغانستان کښې له ولسواکۍ او د انتخاباتو له جوړېدو څخه په ملاتړ سره وويل، د دواړو هېوادونو د تجارتي مبادلاتو اندازه پکار زياته شي.

عراقچي د ګډې ملګرتياد بشپړه سند د برابرولو لپاره د ايران او افغانستان د ګډو کمېټيو د غونډې جوړېدو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه، دغه سند دې زرترزره حتمي شي.

د ايران د خارجه وزير مرستيال همدارنګ د دې په بيانولو سره چې له طالب ډلې سره د تهران خبرې اترې د افغان حکومت په غږملتيا سره ترسره شوې دي وويل، ايران له افغان حکومت او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت سره د صلحې له خبرو اترو ملاتړ او حمايت کوي.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدا لله عبدا لله هم په دغه کتنه کښې له طالب ډلې سره د ايران له خبرو اترو څخه په قدرونې سره وويل، د کابل حکومت له صلحې څخه ملاتړ کوي.

عبدا لله عبدا لله له افغان مهاجرينو څخه د ايران د کورباتوب په ستائنې سره په مختلفو برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د زياتولو غوښتنه وکړه.

سيد عباس عراقچي له دې مخکې د افغانستان له ولسمشر او د خارجه وزير له سياسي مرستيال ادريس زمان سره خبرې اترې وکړې.

 

ټیګونه