ایران به د اسلامي انقلاب په څلویښتمه کلیزه په سړکونو کښې جشن ترسره کړي
د اسلامي ایران ولسمشر بیګا امریکايي چارواکو ته په خطاب کښې چې له دې مخکښې یې ویلي وو د ایران خلک به د اسلامي انقلاب د بریالیتوب څلویښتمه کلیزه ونه ویني، وویل: د ایران ولس به سږ کال هم د خپل انقلاب په کلیزه، په سړکونو کښې جشن وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر حسن روحاني د ایران د شمال د ګلستان ولایت د شیعه او سني عالمانو په کتنه کښې څرګنده کړه: د اسلامي انقلاب له بریالیتوب له پیل نه تر ننه پورې دښمنان تل په مختلفو دسیسو سره د اسلامي انقلاب او د ایران د خلکو د زیانمنولو په تکل کښې پاتې شوې دي خو د ایراني ولس په هوښیارۍ او پوهې سره یې ټول پلانونه شنډ شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې ټکي باندې په ټنیګار سره چې د بریالیتوب، کامیابۍ او ژغورل کیدو لاره د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د پیروۍ په سیوري کښې ده، څرګنده کړه: د ایران ولس تل په دریدنې او مقاومت سره دښمنانو ته ماتې ورکړې ده.
د ویلو ده چې امریکې له ایټمي موافقې له وتنې وروسته په ایران باندې د دباؤ اچولو لپاره یو هراړخیز جنګ پیل کړی دی.