امریکايي واکمنان دې تر تعقیب لاندې راوستی شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بشریت ضده جنایت په وجه د ایران خلاف د بندیزونو د پلانونکو او د امریکايي واکوالانو په تر تعقیب لاندې راوستو او محاکمه کیدو باندې ټینګار وکړ.
ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د ایرن د سویل د بوشهر ولایت په اداري شورا کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو په وړاندې په مقاومت سره هغه پوهه کړو چې لاره یې غلطه ده، وویل: څوک چې د درملو او خوراکي موادو مخه نیسي هغه قاتل دی او قضايي اداره دې د امریکې مشران او د بندیزونو پلانونکي د انسانیت خلاف د جنایت په وجه تر تعقیب لاندې راولي او بیا دې په نړیوالو محکمو کښې محاکمه کړی شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر امریکا او صهیونیسټي رژيم د ایران د ولس دښمنان وبلل او زیاته یې کړه: د ټولو ستونزو او د دښمنانو له دباؤنو سره سره د ایران ولس خپلو بریاؤ ته دوام ورکوي.
ولسمشر روحاني په دوام کښې، له ایټمي موافقې په یواړخیزه توګه د امریکې وتلو ته اشاره وکړه او ويې ویل: تقریباً ټولې دنیا د امریکې دا کار ترټلی او له بلې خوا یې له ملګرو ملتو او امنیت شورا سره د ایران د ملګرتیا په وجه، مونږ تشویق کړي یو.