سیلاب ځپلو ته د نړیوالو مرستو د رسیدو مخینوی یو بې مخینې جنایت دی
(last modified Wed, 03 Apr 2019 11:43:17 GMT )
Apr 03, 2019 16:13 Asia/Kabul
  • سیلاب ځپلو ته د نړیوالو مرستو د رسیدو مخینوی یو بې مخینې جنایت دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: دا چې ایران ته د بهرنیو مرستو د رسیدو مخه نیسي او د سرې میاشتې اداره په دې سختو حالاتو کښې د نورو هیوادونو رالیږلې مرستې نه شي ترلاسه کولې، یو بې مخینې جنایت دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: دا چې ایران ته د بهرنیو مرستو د رسیدو مخه نیسي او د سرې میاشتې اداره په دې سختو حالاتو کښې د نورو هیوادونو رالیږلې مرستې نه شي ترلاسه کولې، یو بې مخینې جنایت دی.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني نن د مبعث د اختر په مناسبت د خپلې کابینې د ځینو وزیرانو، د اجرايي ادارو د مدیرانو، مسئولانو او د اسلامي شورا(پارلیمان) د ځینو استازو په کتنه کښې زیاته کړه: د ایران خارجه وزارت او حقوقي ارګانونه باید دا موضع په قانوني توګه تعقیب کړي چې ولې حتی له هیواده بهر استوګن ایرانیان هم په داسې حالاتو کښې خپلې مرستې په هیواد کښې خپلو وطنوالو ته نه شي لیږلې.

د ویلو ده چې په تیرو دوو اونیو کښې د ایران په ځینو سیمو کښې سختو سیلابونو د سر او مال تاوانونه اړولي دي. په عین حال کښې امریکې د ایران د سرې میاشتې د ټولنې حسابونه بند کړل او په دې کار سره یې د ایران سیلاب ځپلو خلکو ته له نورو هیوادونو د مرستې رسیدو مخه ونیوله.

 

ټیګونه