ایران د ۱۱۴ ایټمي طرحو او لاسته راوړنو مخ کتنه وکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایټمي ټیکنالوجۍ د ملي ورځې په دیارلسم جشن کښې د ایران د ۱۱۴ ایټمي طرحو او لاسته راوړنو مخ کتنه وکړه.
د وري شلمه یا د اپریل د میاشتې نهمه نیټه د ایران د ایټةي پوهانو د ویاړمنو هلوځلو د قدرونې او د ایټمي څونګو د څرخې د بشپړیدو په مناسبت په ایران کښې (د ایټمي ټیکنالوجۍ ملي ورځ) نوموله شوې ده.
په دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د ایټمي ټیکنالوجۍ په دیارلسمې کلیزې، د ویډیو کانفرنس له لارې د څلورو ځايي ایټمي طرحو مخ کتنه وکړه.
له دې نه علاوه نورې طرحې هم د اسلامي ایران د ولسمشر او د هیواد د څو نورو حکومتي او پوځي چارواکو په شتون سره په تهران کښې افتتاح شوې چې د ټولو افتتاح شویو طرحو او لاسته راوړنو شمیر ۱۱۴ ته رسیږي.
د ایران ایټمي صنعت په دې وروستیو کلونو کښې مخ په ودې بهیر لرلی دی داشان چې د ایټمي ټیکنالوجۍ په مراسمو کښې وړاندې شوې بریاوې کال په کال زیاتې شوې دي.