روحاني: سپاه پاسداران په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په سر کښې دي
(last modified Wed, 10 Apr 2019 10:04:22 GMT )
Apr 10, 2019 14:34 Asia/Kabul
  • روحاني: سپاه پاسداران په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په سر کښې دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په سيمه کښې د آزادۍ مدافع او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په سر کښې دي.

د امريکې حکومت د تېر ګل په ورځ د ايران په خلاف د خپلو اقداماتو په دوام کښې د تش په نامه ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د سپاه پاسدارانو د ورزياتولو طرحه اعلان کړه.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې وويل: د امريکې ټول جنايتونه او غلط اقدامات دې لپاره دي چې د فلسطين په نيواکي زمکو کښې په انتخاباتو کښې يو کس کامياب شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې اسرائيل د فلسطينيانو غصب شوے وطن دے او په هغه انتخابات څه معنا نه لري، وويل، که څوک غواړي هلته کښې انتخابات وکړي او رايو صندوقونو ته ورشي نو هغه د فلسطين خلق دي، نه غاصبان.

روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې امريکايان پکار دي پوه شي چې دوي په سيمه کښې ظلم، ستم او ترهه ګرۍ سرچينه دي زياته کړه، دښمنان په سيمه کښې خپلو مقاصدو ته د رسېدو لپاره له ماتې سره مخامخ شولو او پوهيږي چې په دې ماتې کښې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران بنيادي رول لرلے نو په دې وجه په قهر شوي دي.

د ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د امريکې ټول اقدامات د منطق او نړيوالو قوانينو په خلاف دي وويل، د عراقو سوريې، لبنان، يمن، افغانستان، پاکستان او د سيمې د نورو هېوادونو ملتونو د ايران د ملت او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو خدمتونه نه دي هېر کړي او د امريکايانو دغه اقدام به هيڅه د هغوي په ګټه بدل نه کړي.

 

 

ټیګونه