ظریف له بشارالاسد سره ملاقات وکړ
(last modified Tue, 16 Apr 2019 13:05:59 GMT )
Apr 16, 2019 17:35 Asia/Kabul
  • ظریف له بشارالاسد سره ملاقات وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر نن په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره ملاقات وکړ.

محمد جواد ظریف چې نن سوریې ته تللی، له غرمې مخکښې یې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د دوه اړخیزو اړیکو د مختلفو اړخونو څیړنه، مهم سیمه ایز مسائل، د آستانه د نوښت د وروستيو بدلونو جاجونه او په سوریې کښې د کړکیچ د سیاسي حل لارې بهیر او سوریې ته د اسلامي ایران د ولسمشر د وړومبي مرستیال په وروستي سفر کښې د شویو موافقو تعقیبونه، له بشارالاسد سره د محمد جواد ظریف د ملاقات اصلي چورلیزونه وو.

ظریف هم دا شان د سوریې له خارجه وزیر ولید المعلم سره په کتنه کښې وویل: د ترهګرۍ په وړاندې د سوریې د حکومت او ولس مقاومت سیمه له یو ستر خطر او دسیسې وژغورله.

محمد جواد ظریف نن هم دا شان په دمشق کښې له خپلي سوري همرتبه ولید المعلم سره هم وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د افریقې د شمال د بدلونونو په شمول یې د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

ظریف په دغه کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ترهګرۍ د خطر په وړاندې د سوریې د حکومت او ولس مقاومت سیمه له یو ستر خطر او دسیسې وژغورله، له سوریې څخه د ټولو ترهګرو د وتلو او د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د احترام په ضرورت ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د سوریې خارجه وزیر هم په وروستیو کلونو کښې د ایران او سوریې ملګرتیاؤ ته په اشارې سره وویل: دا ملګرتیاوې سبب شوې چې یوه ستره دسیسه شنډه کړو او ضروري ده چې دا ملګرتیا دوام او ژورتیا ومومي.

 

ټیګونه