د ایران د ولس خلاف د امریکې دسیسې به له ماتې سره مخ شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: امریکایانو په تیرو څلویښتو کلونو کښې هره ورځ د ایران د ولس خلاف نوې نوې دسیسې اجرا کړې دي چې تل یې ماتې خوړلې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې، په دې ټکي باندې په ټنیګار سره چې امریکا تر ننه پورې په نړیوال، سیمه ایز، سیاسي او تبلیغاتي ډګر کښې د ایران خلاف خپلو اقدماتو کښې نه ده کامیابه شوې، وویل: د ایران ولس به د امریکې د غیرقانوني اقداماتو په وړاندې دریدنه او مقاومت وکړي.
ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې ایران، امریکا د هغې له غیرقانوني او ظالمانه اقداماتو پښیمانه کوي، زیاته کړه: هغه تیري ګر چې غواړي ګام په ګام د ایران ولس تر دباؤ لاندې راولي باید پوه کړی شي چې یوه غلطه او ناسمه لاره یې غوره کړې ده.
د اسلامي ایران ولسمشر په دې ټینګار سره چې صفر ته د ایران د تیلو د صادراتو په رسولو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اقدام ممکن نه دی، څرګنده کړه: ایران به په مختلفو طریقو خپل تیر خرڅ کړي.
ښاغلي روحاني هم دا اشان د ایران د تیلو د خرڅون د معافیت په لغو کولو کښې له امریکې سره د سیمې د ځینو هیوادونو ملګرتیا ته په اشارې سره زیاته کړه: عربستان او امارات دې پوه شي چې د دوي شتون او ژوند د ایران د عقلمندانه فیصلې په برکت دی ځکه چې که د ایران د اسلامي جمهوریت اقدام نه وی نو د عراق د بعث رژيم له مینځي تللي ډیکټاټور صدام، ریاض او ابوظبۍ نیول.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له خپلو زیاتره ګاونډیانو سره د تهران ښو اړیکو ته په اشارې سره هم وویل: ځیني هغه ګاونډي هیوادونه چې د خپلو ایراني ضده اهدافو د پوره کولو لپاره د امریکې ملګرتیا کوي، باید پوه شي چې د ټرمپ دوران به تیر شي او د ایران اسلامي جمهوریت تل پاتې دی.