امریکایان د ایران د تیلو د خرڅون مخه نه شي نیولې
(last modified Wed, 01 May 2019 10:18:52 GMT )
May 01, 2019 14:48 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وايي: امریکایان د ایران د تیلو د خرڅون مخه نه شي نیوی او د ایران اسلامي جمهوریت خپل تیل پلوري.
    د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وايي: امریکایان د ایران د تیلو د خرڅون مخه نه شي نیوی او د ایران اسلامي جمهوریت خپل تیل پلوري.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وايي: امریکایان د ایران د تیلو د خرڅون مخه نه شي نیوی او د ایران اسلامي جمهوریت خپل تیل پلوري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل هیواد د تیلو د اخیستونکو لپاره د معافیت نه تمدیدولو په لړ کښې د امریکې اقدام ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې امریکایان د ایران د تیلو د خرڅون مخه نه شي نیوی او د ایران اسلامي جمهوریت خپل تیل پلوري.

ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د لویدیځ په کرمانشاه ولایت کښې د څو عمراني او د اوبو او بریښناکوټونو له طرحو د ګټه اخیستنې د پیلیدو په مراسمو کښې زیاته کړه: ایران له چا سره دښمني نه لري خو د هیڅ کومې دسیسې په وړاندې غلی نه پاتې کیږي.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران د ولس سرشیندنه او قدرت د امریکایانو له تصوره زیات دی، څرګنده کړه: ایران د دښمنیو او دسیسو ځواب په مقاومت سره ورکوي.

ولسمشر روحاني هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له ګاونډیانو سره د ایران اړیکې ډیرې ښې دي، څرګنده کړه: ایرانیان دښمن پښیمانه کوي او د عقلانیت ټکي ته یې ورستنوي.

 

ټیګونه