د اوپېک مشر د امام خميني (رح) د لوړ مقام احترام وکړ
د اوپېک نائجېريائي مشر محمد سانوسي بارکينډو و ورسره مل پلاوي بېګا د امام خميني (رح) په پاک حرم کښې په حاضرېدو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د ستر بنسټ اېښودونکي د لوړ مقام احترام وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د اوپېک مشر او ورسره پلاوي د امام خميني (رح) په مزار باندې د ګلونو د ګېډۍ په اېښودلو سره د هغۀ ياد او خاطره ونمانځله.
د اوپېک مشر د حضرت امام خميني (رح) په پاک حرم کښې له حاضرېدو مخکې قم مقدس ښار ته لاړ او د دغه ښار د جُمعې په نمانځۀ کښې يې شرکت وکړ.
هغه په قم ښار کښې همدارنګ د خبرګانو د جرګې له مشر آيت ا... احمد جنتي سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبرګانو د جرګې مشر په دغه کتنه کښې د اوپېک مشر ته نصيحت وکړ چې د امام خميني (رح) له شخصيت سره له آشنائۍ سره سره د نړيوال استکبار په وړاندې دې د ايران له دريځونو دفاع وکړي.
آيت ا... جنتي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... سيد علي خامنه اي له شخصيت سره په آشنا کېدو هم تاکيد وکړ او وې ويل، دوي هم له دښمن سره په مقابله او استقامت کښې د امام خميني (رح) صالحه پېروکار دے.
د اوپېک مشر هم په دغه کتنه کښې آيت ا... جنتي ته په خطاب کښې وويل، تاسو د اسلامي امت لپاره د اميدوارۍ سېمبول يئ. او همدارنګ يې له هغه څخه د ځان او اوپېک لپاره د دعا غوښتنه وکړه.