د ایران په وړاندې هره دښمني ماتې خوري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران خلاف د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: ایران په دریدنې، یووالي او راتلونکي ته په هیلې سره هر دښمن ته ماتې ورکوي.
ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د معلم د مقام د درنښت په مراسمو کښې، د ایران د ګواښلو او بایکاټولو د امریکې اهدافو ته په اشارې سره وویل: په نړۍ او سیمه کښې باعظمته، خپلواک او اغیزشیندونکی ایران د امریمکې لپاره د زغم وړ نه دی.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اسلامي انقلاب بنیاد، خپلواکي وه، څرګنده کړه: امریکا خپلو ناروا ګټو ته د رسیدو لپاره د ایران د اسعارو اندازه کمول غواړي خو د ایران اسلامي جمهوریت له دغې دسیسې سره د مقابلې لپاره د ضروري تابیاؤ فکر کړی دی.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د ایران د تیلو د اخیستو لپاره د ځینو هیوادنونو د معافیت د لغو کولو په لړ کښې د امریکې اقدام ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران له بندیزونو سره سره خپل تیل خرڅوي.
ولسمشر روحاني هم د برجام (ایټمي موافقې) د نه اجرايي کیدو لپاره د صهیونیسټي رژيم او آل سعود رژيم دسیسو ته په اشارې سره زیاته کړه: د امریکې اوسنی حکومت د تندلارو توکم پالو، صهیونیسټانو او عربستان په پیسو سره خپل اقدامات ترسره کوي.