د ظريف او لاوروف کتنه/ د برجام په وړاندې د ايران له صبر څخه د روسيې قدرونه
د ايران او روسيې خارجه وزيرانو نن په ماسکو کښې کتنه او د دوو اړخيزو او سيمه ايزو مسائلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف او د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف د تهران او ماسکو د تعلقاتو اهميت او رول ته په اشارې سره وويل، په برجام کښې له باقي پاتې هېوادونو څخه د روسيې په شمول ځينې هېوادونه د ايران لپاره د خاص اهميت قائل دي.
ظريف وويل، ايران او روسيې په تېر يو کال کښې او له برجامه د امريکې له وتلو وروسته ډېر ښه تعلقات لرلي دي، خو له بده مرغه اروپا هيڅ اقدام نه دے کړے.
د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې د برجام په وړاندې د تهران د فېصلې په باره کښې يې د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن ته د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني ليک راوړے دے واضحه کړه له ايران سره د ټولوهېوادونود ملګرتياو او تعلقاتو، موقعيت، حالات او ډول يو شان نه دي.
د روسيې خارجه وزير سرګئ لاروف هم په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په پرېکړليک باندې پابندۍ ته د ايران له ګروهنې څخه په قدرونې سره وويل، روسيه د ايران د صبر لپاره د ډېر احترام قائل دے.
لاوروف واضحه کړه، د برجام په وړاندې واشنګټن چلند د هغو مسائلو سبب وګرځېد چې د دغې موافقې په اړه رامنځته شوي دي.