د تمدنونو خبرې اترې د ایران د ستر ولس فکري او نظري ډالۍ ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تمدنونو خبرې اترې د ایران د ستر ولس فکري او نظري ډالۍ وبلله.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، ولسمشر حسن روحاني بیګا په تهران کښې د یوه ډله ځوانانو او محصلینو په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ډیر لږ هیوادونه توانیدلي چې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د خپل ولس د رایو په ګټه دوه اجمالي پریکړه لیکونه ترلاسه کړي چې یو په کښې د نړیوال تعامل او همفکرۍ او د تمدنونو د خبرو اترو پریکړه لیک دی کوم چې د ایران په نوم ثبت شو.
ډاکټر روحاني زیاته کړه: بل پریکړه لیک له تشدد او افراط پالنې د پاکې نړۍ عنوان لري چې د ایران له خوا یې وړاندیز شوی او د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شو او په تاریخ کښې د ایران په نوم ثبت شو.
د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه چې د ایران د ولس دښمنانو هم د ایران له خوا د دې دواړو وړاندیز شویو پریکړه لیکونو د تصویب په دوران کښې، له هغو سره د مخالفت کولو جراءت ونه کړی شو.
ولسمشر حسن روحاني هم داشان ټینګار وکړ: په تیرو څو کلونو کښې د ایران ولس د امریکې او د هغې د انډیوالانو له ټولو بایکاټونو او تنګسو سره سره ډیر لوړ ګامونه پورته کړل او وتوانیده چې ښه په اسانه له ستونزو او تنګسو او بندونونو واوړي.