امام خمیني: خرمشهر خدای آزاد کړ
-
امام خمیني: خرمشهر خدای آزاد کړ
د غبرګولي د میاشتې دریمه، د ایران په سویل لویدیځ کښې د خرمشهر د آزادۍ کلیزه ده چې په ایراني کال هینداره کښې د مقاومت، سرشیندې او بریالیتوب د ورځې په توګه نوموله شوې ده.
د ایران خلاف د عراق د له مینځه تللي ډیکټاټور صدام د بهثي رژيم د اته کلن تپلي جنګ په وړاندې د ایران د مقدسې دفاع له ویاړه په ډکو کلونو کښې ډیرې سترې ورځې ثبت شوې دي چې سترتوب او اهمیت به یې تل په ذهنونو کښې پاتې وي. په دې کښې یوه د دغه رژيم له منګولو د ایران د خرمشهر ښار د آزادۍ ورځ ده چې د مقدسې دفاع د اته کلن پړاؤ یو ویاړ دی.
دغه ښار په ۱۳۶۱ لمریز کال کښې د بیت المقدس په نامه عملیاتو کښې، پس د ۵۷۸ ورځو نیواکه، د غبرګولي په دریمه نیټه د عراق د بعثي رژیم له منګولو آزاد کړی شو.
د ایران خلک هر کال د غبرګولي دریمه نیټه د خرمشهر د آزادۍ د کلیزې په توګه لمانځي.