د حضرت امام خمینی (رح) د ملکوتی ارتحال د کلیزي تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82608-د_حضرت_امام_خمینی_(رح)_د_ملکوتی_ارتحال_د_کلیزي_تسلیت_ومنئ
دیرش کاله وړاندې په همداسې ورځ د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود روح ا... موسوی خمینی له نه ستړی کیدونکی او هلو ځلو ډک اوه اتیا (۸۷) کاله ژونده وروسته سترګې له نړۍ پټې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2019 01:34 Asia/Kabul
  • د حضرت امام خمینی (رح) د ملکوتی ارتحال د کلیزي تسلیت ومنئ

دیرش کاله وړاندې په همداسې ورځ د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود روح ا... موسوی خمینی له نه ستړی کیدونکی او هلو ځلو ډک اوه اتیا (۸۷) کاله ژونده وروسته سترګې له نړۍ پټې کړې .

نن د ۱۳۹۸ هجری لمریز کال د غبرګولی ۱۴ نیټه ده دایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح د رحلت له یو دیرشمې کلیزې سره برابره ده .

دیرش کاله وړاندې په همداسې ورځ د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود روح ا... موسوی خمینی له نه ستړی کیدونکی او هلو ځلو ډک اوه اتیا (۸۷) کاله ژونده وروسته سترګې له نړۍ پټې کړې .

حضرت امام خمینی رح په ایران کی د امریکا له لاس وهنو او ظالم باچاهی رژیم سره خپلې مبارزې له ۱۳۴۲ هجری لمریز کال پیل کړی او بالاخره د باچا رژیم په وسیله ترکیې او بیا عراق ته جلاوطن شو ل .

 حضرت امام خمینی رح په عراق کی په ۱۳ کلنې جلاوطنۍ کې د ډیرو شاګردانو په روزلو سربیره د باچا رژیم د فاسد ماهیت او په ایران کی د امریکا د ناروا طمعو جوتونو ته مخه کړه او د روښانه کونکیو اعلامیو په صادرولو سره یې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب زمینې برابرې کړې .

بالاخره د مبارزې له اوج او فرانسې ته د امام راحل له هجرت او بیا ایران ته د هغو له پرتمینه ستنیدا وروسته  د ایران اسلامی انقلاب په  ۱۳۷۵ هجری لمریز کال کې نهاییی برایلتوب ته ورسید .

د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران پرضد د عراق د بعث رژیم د تپلی جنګ په شمول د انقلاب د داخلی او بهرنیو دښمنانانو او قدرتونو له دسیسو سره سره  حضرت امام خمینی رح د هغه وخت په سختو شرایطو کی د ایران خلک په درایت او شجاعت سره رهبری کړل .

نن د حضرت امام خمینی رح په سپیڅلی حرم کی د هغه حضرت د ارتحال دستورې له درست ایران او دنړۍ له بیلا بیلو هیوادونو د خلکو په پراخ شتون او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا سره ترسره کیږی .

د تهران راډیو لخوا یو ځل بیا د حضرت امام خمینی (رح) د ملکوتی ارتحال د کلیزي تسلیت ومنئ