ټرمپ د درستو نړیوالو قوانینوپه نابودولو پسې دی
د امریکا د خزانېد وزیر سټیون منوچین په وینا واشنګټن نیت لری ، په روانې اونۍ کې دایران پر خارجه وزیر جوادظریف هم بندیزونه ولګوی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی عباس موسوی پخپل ټولنیز چینل کې دتهران په ضد د امریکا دنوو بندیزونو په غبرګون کې لیکلی دی د ټرمپ حکومت دمګړۍ د نړیوالې سولې اوامنیت دساتنې د درستو نړیوالو لارو چارو او مقرراتو په له مینځه وړلو پسې دی .
عباس موسوی دغه راز لیکلی دی ،دایران په ضد د امریکا د سربداله حکومت نوی بندیزونه ، دډیپلوماسۍ د لارې د همیشه لپاره دبندولو په معنا دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون دیوه اجرائی فرمان په لاسلیک کولو سره دایران په ضد نور بندیزونه هم لګولی دی ، چې وئیل کیږی ددغه فرمان له لاسلیک کولو څو دقیقې وروسته د امریکا دخزانې وزیر استیون منوچین دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی واشنګټن د ایران داسلامی انقلاب د رهبر دفتر او دسپاه پاسدارانو اته لوړپوړی قوماندانانو باندې هم بندیزونه لګولی دی .
دمنوچین په وینا واشنګټن نیت لری ، په روانې اونۍ کې دایران پر خارجه وزیر جوادظریف هم بندیزونه ولګوی .