سپاه پاسدارانو له ايران سره د عراق د کردستان سيمې په پولو کښې د ترهه ګرو مرکزونه تباه کړل
(last modified Sat, 13 Jul 2019 00:10:35 GMT )
Jul 13, 2019 04:40 Asia/Kabul

د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو په يوې خبرتيا کښې له ايران سره د عراق د کردستان سيمې د پولو په څنډو کښې د ترهه ګرو په مرکزونو د ګوله بارۍ کولو او د ګڼ شمېر ترهه ګرو د هلاکت او زخمي کېدو خبر ورکړ.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک د عمومي تعلقاتو دفتر اعلان وکړ، د ايران د شمال لويديځ په ځينو سيمو کښې د نړيوال استکبار تر ملاتړ لاندې انقلاب مخالفه ډلګيو له ترهه ګريز اقدام او د لويديځ آذربائيجان او کردستان صوبو د امنيت د ګډوډولو لپاره له کوششه وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو زمکني ځواک په دغو سيمو کښې د انقلاب مخالفو ډلګيو د ځاے پرځاے کېدو او روزنې په فعالومرکزونو د تېرې چارشنبې له ورځې حملې شروع کړې.

په دغه خبرتيا کښې راغلي دي: ايران په ځلونو د ايران خاورې ته د ترهه ګرو ټيمونو د لېږلو او د ترهه ګريزو او امنيت په خلاف اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ايران له اسلامي جمهوريت سره له ګډو پوله ايزو سيمو څخه د ترهه ګرو ډلګيو د استفادې لپاره د عراق کردستان سيمې ته په ځلونو خبرداري ورکړي وو.

د سپاه زمکني ځواک وويل،د دغه ځواک توغنده اي، ډرون او توپخانه اي يونټونو د ګوډاګيو ترهه ګرو د ځاے پرځاے کېدو د ځايونو په اړه د اطلاعاتو په ترلاسه کولوسره د دغو ترهه ګرو په فعالو مرکزونو حمله وکړه چې د دغو عملياتو د  ټولو مراحلو مستند ويډيوئي فېلمونه جوړ کړې شوي دي.

د سپاه زمکني ځواک په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران د ملت ملي امنيت او د ارامښت او سوکالۍ ساتنه د وسله والو ځواکونو په تېره بيا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک سره کرښه ده،اعلان وکړ، د عراق کردستان سيمه پکار دي اجازه ورنکړي چې دغه سيمه د ترهه ګريزو جنايتونو د ترسره کولو او د ايران د امنيت په خطر کښې اچولولپاره د ترهه ګرو د روزنې،تربيتولو او منظم کولو په مرکز او پناه ځاے بدله شي.

 

ټیګونه