که دښمنان خطا وکړي نو زمونږ سټراټیجي به له دفاعي نه په یرغلیزې بدله شي
د پاسدارانو لښکر مشر قومندان وویل: د دښمنانو د محاسباتي تیروتنې په بڼه کښې د ایران دفاعي سټراټیجي په بریدګرې سټراټیجۍ بدلیږي او زمونږ ټولې وړتیاوې یرغلیزې کیږي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قومندان ټینګار وکړ: د دښمنانو د محاسباتي تیروتنې په بڼه کښې د ایران دفاعي سټراټیجي په بریدګرې سټراټیجۍ بدلیږي او زمونږ ټولې وړتیاوې یرغلیزې کیږي.
د العالم د رپورټ له مخې جنرال حسین سلامي د فارس خلیج په درې ګونو ایراني جزیرو او په نازعات سمندري سیمه کښې د دیره ځواکونو د کتنې او د هغوي د دفاعي چمتووالي د اندازې د جاج اخیستو پر مهال وویل: په ټولو اټکلونو او ضرورتونو سره له دفاعي څخه په یرغلیزې باندې د سټراټیجۍ په بدلولو کښې د چټکتیا د ټولو وړتیاؤ لوړاوی هغه حقیقت دی چې پلان شوی او د ضرورت په بڼه کښې به د ځواکونو زیاتول هم د هغه په بنیاد ترسره کړو.
هغه زیاته کړه: فارس خلیج او هرمز اوبلاره او ورپورې اړوندې جزیرې او ساحلونه نه یوازې د ایران لپاره بلکې د ټولې نړۍ لباره یوه حساسه او مهمه سیمه ده او د نړۍ د اقتصاد نه بیلیدونکې برخه ګڼله کیږي.
هغه د فارس خلیج د حساسیت په پلمه هلته د بهرنیو ځواکونو شتون د ناامنۍ د پراختیا او د سیمې د امنیتي ترتیباتو د ګډوډیدو لامل وباله.