سیمه او نړۍ د سردار سلیماني د خدماتو پامته داره دي
(last modified Fri, 19 Jul 2019 03:16:14 GMT )
Jul 19, 2019 07:46 Asia/Kabul
  • سیمه او نړۍ د سردار سلیماني د خدماتو پامته داره دي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د سیمې د امنیت په تامینولو کښې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان سردار قاسم سلیماني رول وستایه او ویې ویل: سیمه او نړۍ د دوي احسانمنه ده.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف پرون د امریکايي رسنیو د خبریالانو په ټول کښې څرګنده کړه: سردار سلیماني له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې ډیر ستر رول لرلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې د اسلامي ایران د ارکانو ترمینځ د نه شلیدونکي اتحاد نښه ده.

له دې مخکښې د ایران د قدس ځواک قومندان سردار سلیماني هم د خارجه وزیر ظریف په هکله ویلې وو چې هغه تل د نظام د جګ پوړو چارواکو د تایید او ملاتړ وړ دی.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک له قومندانه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دفاع په داسې حالاتو کښې شوې چې د امریکې حکومت د روان کال د اپریل په اتمه نیټه د خپلو ایراني ضده اقداماتو او پر هغو ځواکونو باندې د دباؤ د سیاست په دوام کښې چې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې له لارې یې واشنګټن په سیمه کښې په خپلو اهدافو کښې له ماتې سره مخ کړی دی، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د خپلې اندې ترهګرو ډلو په لسټ کښې شامل کړل.

 

ټیګونه