سپاه پاسداران په فارس خلیج کښې پریکنده عمل کوی
(last modified Sun, 21 Jul 2019 01:55:21 GMT )
Jul 21, 2019 06:25 Asia/Kabul
  • د انګلستان دتیلو کشتۍ سټینا ایمپرو په تیرې جمعې ورځې د سمندري مقرراتو او دقوانینو پرخلاف خپله موقعیت پیژندونکي دستګاه ګل(خاموشه) کړي وه .
    د انګلستان دتیلو کشتۍ سټینا ایمپرو په تیرې جمعې ورځې د سمندري مقرراتو او دقوانینو پرخلاف خپله موقعیت پیژندونکي دستګاه ګل(خاموشه) کړي وه .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف وویل د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه د ایران له نورو وسله والو ځواکونوسره یوځاې د نړیوالو جاری قوانینو او په فارس خلیج او هرمز اوبلاره کښې د ایران په سمندری قلمرو کښې د ملی واکمنۍ په اعمالولو کښې پریکنده عمل کوی .

هغه پرون د ځینو پردیو هیوادونو دکشتیو د متکبرانه ، لسمونکو او له ګواښ څخه د ډکو کړچارونو په هکله په خبرداری سره وویل د انګلستان دتیلو کشتۍ سټینا ایمپرو په تیرې جمعې ورځې د سمندری مقرراتو او دقوانینو پرخلاف خپله موقعیت پیژندونکی دستګاه ګل(خاموشه) کړی وه او په هرمز اوبلارې کښې فارس خلیج ته د ننوتلو لپاره د حرکت پرځاې په جنوب  کښې له خروجی لارې د ورننوتلو په حال کښې وه .

دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف ډاګینه کړه د انګلستان دتیلو کشتۍ د سپاه پاسداران دسمندر ځواک خبرداریو او تذکر ته له بې پامۍ او حتی مقاومت کولو او د انګلستان د سمندری ځواک د کشتۍ له لاسوهنې او د دوو(۲) هیلی کوپټرونو له الوتلو او دخپل ماموریت له اجرا څخه  د سپاه پاسداران ځواک د کومانډو ځواکونو د منع کولو  لپاره له هڅې وروسته  دایران د ځواکونو په پریکندوالی او دعمل په سرعت سره ونیول شوه .

 

ټیګونه