د سپاه پاسداران د دافع هوا ځواک قومندان د ټرمپ سترو دروغو ته غبرګون وښود
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د دافع هوا ځواک قومندان د ایراني ډرون د نسکورولو په هکله د امریکې د ولسمشر د دروغو په غبرګون کښې وویل: د ایران باور نه کیده چې ټرمپ دومره ستر دروغ ویلی شي.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د دافع هوا ځواک قومندان د ایراني ډرون د نسکورولو په هکله د امریکې د ولسمشر د دروغو په غبرګون کښې وویل: د ایران باور نه کیده چې ټرمپ دومره ستر دروغ ویلی شي.
د ایرنا د رپورټ له مخې سردار امیر علي حاجي زاده پرون د اسلامي شورا د روزنې، تحقیقاتو او ټیکنالوجۍ د کمیشن په غونډه کښې زیاته کړه: د ایراني ډرون د نسکورولو په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادعا وروسته، د دغه خبر په دروغ بللو کښې څو ساعته ځنډ راغی او بلآخره خبر شو چې د ایران بې پایلټه الوتکې د امریکايي بیړۍ فعالیت، هرمز اوبلارې ته له ننوتو نه له مخکښې څخه د هغې تر وتلو پورې څارلی دی.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره پنجشنبه مدعي شو چې یوې امریکايي کشتۍ هغه ایراني ډرون ویشتی او نسکور کړی دی چې ورنزدې شوی و.
سردار حاجي زاده د اسلامي شورا د روزنې، تحقیقاتو او ټیکنالوجۍ د کمیشن په غونډه کښې په مختلفو توغندوي، د بې پایلټه الوتکو او سمارټ بمونو په مختلفو ډګرونو کښې د شویو پرمختګونو او لاسته راوړنو په هکله یو رپورټ وړاندې کړي.