انګلستان د ایران دملت پرضد جنایتونه کړی دی
زمونږ خبریال وایی د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی وویل په جبل الطارق اوبلارې کښې د ایران دتیلو د کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان سمندری غلا په تیرو کلونو کښې دایران پرضد د زاړه استعمار د جنایتونو یادونه کوی .
هغه وویل په نولسمې(۱۹) او شلمې(۲۰) میلادی پیړۍ کښې دایران پرضد د ائتلاف په جوړولو او بایکاټ کښې له امریکا سره د ملګرتیا کولو ، داسلامی انقلاب په بهیر کښې دایران دملت په ځپلو کښې د لاسوهنې ، د دوهم (۲)نړیوال جنګ په وخت کښې د ایران د سلګونو زره کسانو دوژلې ، د قحطۍ د رامینځته کولو ، د استعماری تړونونو د لاسلیک کولو د ایران د سرچینو د چورتالان کولو او د ایران دویشلو د دسیسې په شمول دایران دملت پرضد دانګلستان پراخ جنایتونه له دغه زاړه استعمار څخه دایران دملت د همیشنی نفرت عامل دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دنړۍ خلکو ته دایران دملت د عزت او د سرلوړۍ د پیغام ورکولو ته په اشارې سره وویل دایران په فضا کښې د امریکا د تیریګرې او دجاسوسۍ دبې پایلوټه الوتکې نسکورول او په هرمز اوبلارې کښې د انګلستان د تیلو د خلاف ورزۍ کونکی کشتۍ نیولو دنړۍ خلکو ته دایران د وسله والو ځواکونو قدرت وروښود .
هغه د ایران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د پلاوی کتنې ته په اشارې سره وویل دصهیونیسټانو هڅه د فلسطین د موضوع هیریدل او ددغه موضوع عربی توب دی خو د فلسطین په موضوع کښې دایران دریځ کاملا جدی دی اوتهران ددغه موضوع په هکله مقاومت کوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دغه راز د نایجریا د اسلامی غورځنګ دمشر شیخ زکزاکی د جسمی حالت د خرابیدا په هکله وویل صهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان ال سعود رژیم د شیخ زکزاکی او دهغې دمیرمنې پرضد د حکومت د انسانی ضدا د اقدام او دهغه د زندانی کیدا په چاره کښې لاس لری او دوې باید دخپلو اقداماتو له پایلو ویریږی .