موسوي: هند او پاکستان دې په خبرو اترو سره د سيمې د خلقو په ګټه ګام پورته کړي
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، هند او پاکستان د ايران د اسلامي جمهوريت د سيمه ايزو انډيوالانو او دوستانو په توګه د صلح ايزو او خبرو اترو د روشونو په غوره کولو سره د سيمې د خلقو د ګټو د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي نن د جمو او کشمير د وروستيو حالاتو په ردعمل کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د جمو او کشمير په باره کښې د هند د حکومت وروستۍ فېصلې او د وروستيو بدلونونو په باره کښې د هند او پاکستان د چارواکو لخوا وړاندې شوي وضاحتونه تعقيبوي.
موسوي زياته کړه: د ايران اسلامي جمهوريت له هند او پاکستانه د خپلو سيمه ايزو انډيوالانو او دوستانو په توګه غواړي چې د صلح ايزو خبرو اترو د روشونو په غوره کولو سره دې د سيمې د خلقو د ګټو د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي.