دایران پوځی او امنیت قدرت نه ماتیدونکی دی
زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی په جنوب کښې په بوشهر سیمه کښې د فارسۍ جزیرې له کتنې او هلته د دیره ځواکونو او عسکرو په حالت او چمتووالیو غور کولو وروسته په دې خبرې ټینګار سره چې دښمانان به د عمل په ډګر کښې د ایران حقیقی قدرت ووینی وویل دایران داسلامی جمهوریت پوځی او امنیتی قدرت نفود نه منونکی او ماتی نه منونکی دی .
هغه دې ته په اشارې سره چې د اسلامی ایران پوځی قدرت په ځلونو ازمویل شوی دی وویل دښمانانو تراوسه دایران داسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو ددفاعی توان صرف یوه(۱) برخه کتلی ده .
دایران د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی په دې خبرې ټینګار سره چې د اسلامی ایران دفاعی توان په سترو دښمانانو د غلبې پراساس رامینځته شوی دی وویل د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک ددغه قدرت په پیاوړی کولو سره له بل هروخت څخه زیات د ملی امنیت ، د ځمکنیو سرحدونو او د ځکمنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتلو لپاره چمتو دی .