تهران له اسلام آباد سره د ښو او رغنده اړیکو دوام ته هوډمن دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون مازیګر په نیویارک کښې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په کتنه کښې وویل: د تهران اراده له اسلام آباد سره د ښو او رغنده اړیکو دوام دی.
ولسمشر روحاني په دغه ملاقات کښې هم داشان ایران ته د عمران خان په وروستي سفر کښې د شویو موافقو د زرترزره اجرايي کیدو غوښتنه وکړه.
په دغې کتنې کښې د پاکستان وزیراعظم هم په تیرو لسیزو کښې د پاکستان له ولس او حکومت سره د ایران مرستو او ملګرتیاؤ ته په اشارې سره، په سیمه کښې د شخړې د کمولو په لړ کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره هرډول ملګرتیا ته خپل چمتووالی څرګند کړ.
عمران خان هم داشان د کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې د صحیح او اصولي دریځونو د غوره کولو په وجه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د ایراني چارواکو څخه د ځان او د پاکستاني ولس ځانګړې مننه وکړه.
ولسمشر حسن روحاني او وزیراعظم عمران خان په دغه ملاقات کښې د دوه اړخیزو اړیکو، د دواړو هیوادونو ترمینځ د سرحدي امنیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په سیمه کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت په شمول مختلفو مسائلو په اړه د نظر تبادله وکړه.