امریکا که جنګ پیل کړي نو یقینا ختمول به یی د هغې په لاس کې نه وي
د ایران اسلامی جمهوریت به د هیڅ جنګ پیلونکی نه وي، خو که پرې برید وشي، نو په ټول توان سره به د ځان دفاع وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د ملګري ملتوو دعمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی، له سي این این چینل سره په مرکه کښې یې په دغه خبرې ټینګار وکړ او ویې ویل: ایران په ځلونو امریکا ته خبرداری ورکړی دی که چیرې جنګ پيل کړي نو یقینا چې ختمول به یې د هغې په لاس کښې نه وي.
په سیمه کښې په ورستیو لسیزو کې د امریکا له اړخه د بېلابېلو دسیسو له رامینځته کېدو ورسته له هغو ځینې دسیسې د سیمې په هیوادونو باندې د جنګ د تپل کیدو سبب شوې دي.
بې له شکه، جنګ یوه غندلی شوې او رد شوې ښکارنده ده، خو د بریدګرو په وړاندې دفاع یوه بله معنا او مفهوم لري.
له دې نظره د دفاع په بحث کښې ترټولو مهمه ځانګړنه له ګواښونو سره د سم پوځي قدرت لرل دي، ځکه کوم هیواد چې په متعارف ډول دفاعي قدرت ولري هغه کولی شي چې خپل قدرت د ګواښونو د دفع کولو او تیري ګر ته په وخت د ځواب ورکولو او هم داشان د جنګ په وړاندې یې دځان د یو ساتونکي او دفاعي اړم په توګه استعمالولی شي. له داشان اقتداره برخورتیا حتی ستر پوځي قدرتونه د جنګ د پيلولو لپاره په خپلې فیصلې کښې په شک اخته کوي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني د امریکې د ګواښونو او د دغو ګواښونو په مقابل کښې د ایران د دفاعي او یرغلیز قدرت په څیړنه کښې وايي: د ایران اسلامي جمهوریت تل د دښمن له خوا جدي ګواښ جدي اخیستی دی او د دفاعي قدرت په لرلو باندې که هغه په توغندوي برخه کښې وي او که د پرمختللې دافع هوا په برخه کښې زمونږ ټینګار په هم دې وجه دی. نن سبا ایران په پوځي برخه کښې دا توان لري چې هر ګواښ ته په پریکنده توګه ځواب ورکړي او په دې باندې ټرمپ او د هغه کابینه ښه پوهیږي او دا چاره تل ابیب ته هم بیخي واضحه او څرګنده ده. هم دا وجه ده چې په لوړ آواز ګواښ کوي، په پریکنده توګه ځکه پوهیږي چې جنګ نه شي کولی نو د ګواښ غږ سختوي. د ټرمپ طریقه هم دا ده، هغه د جنګیدو نه دی او لپاره د دې چې ونه جنګیږي، ګواښ کوي.
ایران نن سبا په دفاعي سطحه کښې له توغندوي قدرته برخور دی او د ضرورت په بڼه کښې کولی شي چې په فارس خلیج او هرمز اوبلاره کښې د دښمن سنګرونه او ترهګر ځواکونه او هم داشان د فارس خلیج د څنډې په هیوادونو کښې د واشنګټن پوځي اډې په نښه کړي. د دفاعي توان دا سطحه د دفاعي سټراټیجۍ په معنا ده. په داشان وړتیا سره که چیرې امریکا د ایران خلاف د جنګ پیلولو اراده وکړي نو باید ځان په سیمه کښې د خپلو ځواکونو او اډو د کوربه هیوادونو د خاورې په شمول په ګڼو محاذونو کښې په یو وخت جنګیدو ته تیار کړي. په بله وینا، جنګ به د ایران تر پولو محدود پاتې نه شي بلکې ډیر زر به په یو سیمه ایز جنګ بدل شي چې د امریکې او د هغې د سیمه ایزو انډیوالانو په ګټه به نه وي.
د روسیې د سیاسي چارو کارپوه او مبصر میخاییل شینکمان د دې حقیقت په بیانولو سره وايي: په ایران باندې د هرډول پوځي یرغل په بڼه کښې به امریکا په یو داسې حالت کښې ګیره شي چې ترې خلاصی هیچا ته معلوم او روښانه نه دی.
څرګنده ده چې په سیمه کښې د جنګ او ناامنۍ له پراخولو د امریکې هدف د امنیت په تامینولو کښې د ایران د اسلامي جمهوري نظام ناتوانه ښودل دي. خو ایران د امریکې له هلوځلو او د هغې د سیمه ایزو انډیوالانو له تحرکاتو سره سره په پوره هوښیارۍ سره د ګواښونو په وړاندې اودریدلی دی. دا اودریدنه په سیمه کښې د ثبات په ساتلو کښې د ایران د ټاکونکي اقتدار او رول په برکت دی چې نه یوازې په هیواد کښې دننه د امنیت د تامینیدو سبب شوی بلکې په سیمه کښې هم د جمعي امنیت د پياوړتیا لامل شوی دی.
په دې وجه له سي، این، این سره په مرکه کښې د محمد جواد ظریف څرګندونې او د ایران په دفاعي قدرت باندې د هغه ټینګار، د ایران خلاف د سناریوګانو او دسیسو په وړاندې امریکې او د هغې سیمه ایزو انډیوالانو ته یو معناداره خبرداری ګڼلی شو.