که امریکایان له ایران سره مذاکره غواړي نو باید پرخپلو ژمنو عمل وکړي
محمد جواد ظریف پرون مازیګر نیویارک ته د خپل نهه ورځني سفر په پاې کښې خبریالانو ته وویل: ایران به هیڅکله له یو لوظ ماتونکي هیواد سره مذاکره ونه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې تهران به هیڅکله د ایران د خلکو اقتصاد او راتلونکی له ټرمپ سره د نمایشي کتنې قرباني نه کړي، څرګنده کړه: لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر فرمایلې دي که امریکایان غواړي چې له ایران سره مذاکره وکړي نو پکار دي چې خپلو ژمنو ته راستانه شي او بندیزونه ختم کړي.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف پرون مازیګر نیویارک ته د خپل نهه ورځني سفر په پاې کښې خبریالانو ته وویل: ایران به هیڅکله له یو لوظ ماتونکي هیواد سره مذاکره ونه کړي.
د ایران خارجه وزیر هم داشان د ایران او عربستان د اړیکو او د هرمز د صلحې د طرحې په هکله څرګنده کړه: د هرمز د صلحې د نوښت طرحه (د هیلې په ائتلاف) کښې د عربستان د شاملیدو لپاره ترټولو ښه فرصت دی.
ښاغلي ظریف په کویت باندې د عراق د له مینځه تللي ډیکټاټور صدام د رژیم د تیري په وخت کښې له دغه هیواد سره د ایران مرستو او همداشان د عربستان او د هغه د انډیوالانو له خوا د قطر د محاصرې په وخت له دغه هیواد سره د تهران مرستو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې ایران هیڅکله خپل ګاونډیان یوازې نه دې پریښې او نه به یې پریږدي.