ایران د دښمن د دسیسو په وړاندې خپله دفاع مضبوطه کړې ده
(last modified Tue, 01 Oct 2019 01:34:52 GMT )
Oct 01, 2019 06:04 Asia/Kabul
  • ایران د دښمن د دسیسو په وړاندې خپله دفاع مضبوطه کړې ده

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز: د ایران اسلامي جمهوریت د دښمن د دسیسو په وړاندې کلکه او مضبوطه دفاع برابر کړې ده.

جنرال محمد باقري پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قومندانانو او مسئولانو په درویشتمه سراسري غونډه کښې زیاته کړه: دښمنان پوه شوې دي چې د ایران وسله وال ځواکونه له هغوي سره د مقابلې تیاري، هوډ او میړانه لري او د خپلو آئیډیالونو، خاورې او خلکو په دفاع کښې یوه شیبه شک نه کوي.

جنرال باقري په دې خبرې سره چې ایران نن سبا د غوره سیمه ایز قدرت په توګه د سیمې په امنیت او ثبات کښې خپل مسئولیت او دنده پيژني، څرګنده کړه: ایران د دښمنۍ، طمعې، تیري او د جنګ او ناامنۍ د جوړولو نیت نه لري او د سیمه ایزې ملګرتیا په تګل کښې دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په ماموریتي ډګرونو کښې د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک ارزښتناکې بریاوې د دښمن د قهر او استیصال لامل وبللې او زیاته یې کړه: د مقاومت له جبهې ملاتړ، په سیمه کښې د نیابتي جنګونو او تکفیري ترهګرۍ د فتنې په ماتې کښې سټراټيجک او تاریخي رول، له انقلاب ضده او ترهګرو ډلګیو او اشرارو سره مقابله، د ارمیکې د تیري ګر سټراټیجک ډرون ویشتل او د انګلستان د قانون ماتونکې تیلي کشتۍ نیول د سپاه پاسداران او د ایران د اسلامي جمهوري نظام د اقتدار یوازې یوه برخه ده.

 

ټیګونه