د فعال مقاومت سټراټیجۍ دښمنان بې ارادې کړې دي
جنرال حسین سلامي: دښمنان له یو نه ستنیدونکي زوال سره مخ شوې دي او سټراټیجکې زیرمې یې په ختمیدو دي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې د فعال مقاومت سټراټیجۍ دښمنان له غلې کیدو او د ارادې له نشتوالي سره مخ کړې دي، وویل: دښمنان له یو نه ستنیدونکي زوال سره مخ شوې دي او سټراټیجکې زیرمې یې په ختمیدو دي.
جنرال حسین سلامي پرون په تهران کښې د سپاه د قومندانانو او مسئولانو د غونډې په افتتاحیه دستورو کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام اعتبار او قدرت مخ په ودې دی، زیاته کړه: نن سبا دښمن نه یوازې له تیرې جغرافیا څخه په شا کیدو دی بلکې د ایراني ولس خلاف یې اقتصادي بندیزونه هم بې اغیزې شوې دي.
د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک مشر قومندان ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټي رژيم د ختمولو ظرفیت او وړتیا ته رسیدلی دی او کوی شي چې دغه رژیم د نړۍ له جغرافیا څخه لرې کړي.
په دغو دستورو کښې د ایران د قضائيه قوې مشر حجت الاسلام ابراهیم رئییسي هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې سپاه پاسداران د امریکې د تیري ګرې بې پایلټه الوتکې په نسکورولو سره د استکبار پوچ او ډډ قدرت نړیوالو ته وښایه، وویل: دښمنان هیڅکله د مقاومت د قدرت مخې ته نه شي ټینګیدی.