د اسلامی جمهوریت د نظام په قدرت او اعتبار د سپاه پاسداران ځواک دمشر ټینګار :-
دایران داسلامی جمهوریت د نظام اعتبار او قدرت د ودې او دلوړتیا په حال کښې دی .
دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامی پرون په تهران کښې د سپاه پاسداران د قومندانانو او مسولینو د درویشتمې (۲۳) عمومی غونډې د پرانیستلو په دستورو کښې په دې خبرې ټینګار سره وویل ایران نن سبا هم د یرغل قدرت لری او هم د مقاومت توان لری او په هره اندازه ، هر شدت او دقت سره په هره سیمه کښې په دښمن یرغل کولای شی .
دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د قومندان دغه څرګندونې په حقیقت کښې په سیمه او له سیمې وراخوا ځینو بهیرونو ته یوډول خبرداری دی چې فکر کوی په ګواښونو او دائتلافونو په جوړولو سره کولای شی له مخالفت او مقاومت سره له مخامخ کیدا پرته خپلو تیریو ته دوام ورکړی خو دا د هغو یو(۱) باطل تصور دی .
دایران داسلامی جمهوریت د دفاعی او د یرغلیزې ستراتیژۍ هدف د ځمکنۍ بشپړتیا ، د ملی ګټو او د سیمې د ثبات ساتل دی .
دغه کړچار په سیمه ییزه او له سیمې په وراخوا دوو(۲) سویو د شننې وړ دی .
دسیمې په سویه د ایران دفاعی ډاکټرین نا اټکل شویو او پراخو ګواښونو او دسیمې شرایطو ته په پام سره تنظیم شوی دی .
دایران پرضد ګواښونه په سیمه ییز اړخ سربیره له سیمې وراخوا زمینې هم لری .
دایران اسلامی جمهوریت ددغو ګواښونو د شنډولو لپاره تل په دفاعی کړچار ټینګار لرلی دی .
په دې زمینه کښې د بیلګې په توګه اطلس اوقیانوسیې ( Atlantic Ocean) ته د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د جنګی بیړۍ استولو او په نړیوالو ماموریتونو کښې د تهران اغیزشیدونکی ګډون ته اشاره کولای شو .
د سیاسی مسائیلوشناند او د پوهنتون استاد ډاکټر «عبدالرسول دیوسالار» وایی زیاتې نښې نښانې شته چې ښودنه کوی دامریکا دفاع وزارت پینټاګان هم باوری دی چې اوس له ایران سره د جنګ لپاره مناسب وخت نه دی ځکه چې له ایران سره جنګ به ډیر لګښت ولری او دغه جنګ به له ستراتیژیکو تاوانونو سره یوځاې وی او دغه جنګ ددې جوګه نه دی چې دامریکا سیاسی هدفونه تامین کړی .
په حقیقت کښې دایران دفاعی ډاکټرین توانیدلی دی دامریکا په پوځ کښې دا ډول اټکل واکمن کړی او په دې اساس دایران دفاعی ډاکټرین د یرغل مخه نیسی .
که څه هم امریکا په بیلابیلو حوزو کښې دایران او دسیمې لپاره د پایداره ګواښ په توګه هماغه راز خپلو خوځښتونو ته دوام ورکوی خو ستراتیژیک پوځی محاسبات ددې ښودنه کوی تر هغه وخته چې د واشنګټن په مقابل کښې ددښمن د یرغل له خطر سره د مقابلې لپاره چمتو او قدرتمن دفاعی ځواک موجود وی پوځی نښته نه رامینځته کیږی .
دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقری هم د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندانو او د مسولانو په عمومی غونډې کښې همدغه ټکی ته اشاره وکړه .
دایران د پوځ لوی درستیز محمد باقری وویل دښمانان پوه شوی دی چې دایران وسله وال ځواکونه له هغوې سره د مقابلې زړورتیا ، او دارادې او د چمتووالی توان لری او د ایران پوځ د خپلو خلکو او دځمکې او د ایډیالونو په دفاع کولو کښې یوه(۱) شیبه هم شک نه کوی .
له دغو ټولو وسونو سره سره ایران ددښمنۍ ، طمعې ،تیری او دجنګ او د ناامنۍ درامینځته کولو نیت نلری او په سیمه کښې د خارجی هیوادونو له ګډون پرته د امنیت د ټینګیدا غوښتونکی او د سیمه ییزې ملګرتیا هڅه کوی .
دایران اسلامی جمهوریت د امنیت تامینول له سیمې څخه له بهرو قدرتونو سره اړونده نه ګڼی او تهران په دې زمینه کښې یو(۱) پلان او پروګرام لری .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی هم د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې (۷۴) غونډې کښې په خپلې وینا کښې د «هرمز د سولې د نوښت »یا د «هیلې د ائتلاف» په نوم سره دسولې سیمه ییز پلان مطرح کړ .
د ایران دغه پلان په فارس خلیج کښې امنیت د بهرنیو هیوادونو له ګډون پرته ګڼی او له داخلی ائتلاف څخه هیڅ هیواد نه حذفوی ځکه چې ایران دسیمې د داخلی امنیت د نظم او دجوړښت په رامینځته کولو کښې د سیمې دټولو هیوادونو په ډله ایز ګډون باور لری .
ایران په ځلونو په صراحت سره ویلی دی امنیت له بهر څخه یو(۱) واردونکی یا په پیسو اخیستونکی شی نه دی .
دایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند عباس موسوی هم پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل ایران په سیمه کښې د سولې ، د امنیت ، د ثبات او د پرمختګ غوښتونکی دی او امنیت له بهر څخه په پیسو اخیستلو سره نه بلکې دسیمه ییزې ملګرتیا له لارې رامینځته کیږی .