کوچنۍ تیروتنه به د اسرائیلو دختمیدا سبب شی
(last modified Wed, 02 Oct 2019 23:46:48 GMT )
Oct 03, 2019 04:16 Asia/Kabul
  • نن سبا د ایران داسلامي انقلاب د تماس لیکې په زرګونو کلومیټره ژورې شوي دي .
    نن سبا د ایران داسلامي انقلاب د تماس لیکې په زرګونو کلومیټره ژورې شوي دي .

زمونږ خبریال وایی دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی وویل د ایران په وړاندې د صهیونیسټ رژیم ترټولو کوچنۍ غلطۍ به اخری تیروتنه وی او له نړۍ څخه د اسرائیلو د ختمیدا سبب به شی .

هغه پرون د ایران داسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای سره د سپاه پاسداران ځواک د زرګونو قومندانانو په کتنې کښې وویل نن سبا د ایران داسلامی انقلاب د تماس لیکې په زرګونو کلومیټره ژورې شوی دی او له ظلم سره د مبارزې ، د عدالت غوښتنې او د معنویت دپیغام په انتقالولو سره امریکا دسیمې په سیاسی او امنیتی بدلونونو کښې څنګ ته کړې شوی ده .

د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی د اسلامی انقلاب په اقتدار باندې ټینګار سره وویل سپاه پاسداران د هیواد دننه په  نوی کیدا سره په بیلابیلو ډګرونو کښې د خپل توان د نور پیاوړی کولو په لور دحرکت په حال کښې دی .

دایران داسلامی انقلاب دسپاه  پاسداران ځواک په زرګونو قومندانانو پرون په امام خمینی رحمت الله علیه  امامباړې کښې د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای سره کتنه وکړه .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه