د جنرل سليماني د قتل لپاره د عبري- عربي پلان ناکامي
د اسلامي انقلاب د پاسدارانود لښکر اطلاعاتي ادارې مشر د پاسدارانود لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سلېماني د وژلې لپاره د عبري- عربي نېټ ورک د پلان د ناکامېدو خبر ورکړ.
د سپاه نيوز د رپوټ له مخې د اسلامي انقلاب د پاسدارانود لښکر د اطلاعاتو د ادارې مشر حسين طائب په تهران کښې د سپاه پاسدارانو د قوماندانانود عالي ټولنې په درويشتمه غونډه کښې وويل، په دغه پلان کښې ټاکل شوې وه يو وابسته او اجرتي ترهه ګر ټيم د روان کال په فرورۍ کښې ايران ته په داخلېدو سره د ايران په کرمان صوبه کښې د جنرل سلېماني د ارواښاد پلار د امامباړې په نزديو کښې يو ځاے په پېسو واخلي.
طائب زياته کړه، ټرهه ګر ټاکل شوې وه له مخکښې نه په پلان شوي ځاے کښې په استوګنې سره له درې نيم سوو نه تر پينځو سوو کيلوګراموږ چاودېدونکي مواد برابر او په امامباړه کښې تر زمکې لاندې سورنګ په ذريعې ځاے پرځاے کړې چې جنرل سليماني د هر کال په شان د تاسوعې او عاشورې په مراسموکښې د شرکت لپاره دغې امامباړې ته راشي هغه مواد وچاوي.
طائب وويل، د سپاه پاسدارانود عمومي قوماندان په حکم په هوشمندانه او دقيقو اطلاعاتو په کارولو سره له تاسوعې او عاشورې نه مخکښې د دغه درې کسيز ترهه ګريز ټيم په نيولوسره د داسې يو جنايت د کولو لپاره د عبري – عربي نېټ ورک څو کلنه دسيسه او پلان شنډ او ناکام شو.