د ایران او ترکیې خارجه وزیرانو د سوریې په هکله ټیلیفوني خبرې وکړې
(last modified Tue, 08 Oct 2019 00:46:55 GMT )
Oct 08, 2019 05:16 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکیې خارجه وزیرانو د سوریې په هکله ټیلیفوني خبرې وکړې

محمد جواد ظریف او مولود چاووش اوغلو بیګا په ټیلیفوني اړیکه کښې د سوریې د شمال ختیځ د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې له پوځي اقدام سره د مخالفت او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ په احترام باندې په ټینګار سره د آدانا موافقه د سوریې او ترکیې د اندیښنو د ختمیدو لپاره ترټولو غوره حل لاره وبلله.

د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو هم د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په احترام او په دغې سیمې کښې د ترکیې د اقدام په لنډمهال والي باندې ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې تیره شنبه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کښې د دغه هیواد د کُردانو خلاف ډیر زر د پوځي عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی و چې ورپسې ترک پوځ له سوریې سره په ګډې پولې ته نوې پوځي تجهیزات ورسول.

له بلې خوا د امریکې تر ملاتړ لاندې د سوریې د کردانو (پي، کی، کی) ډلې هم چې ترکیه یې ترهګر ګڼي، د دغه هیواد له احتمالي حملې سره د مقابلې لپاره سیمې ته د ځواکونو او جنګي سازوسامان د لیږلو خبر ورکړی دی.

 

ټیګونه