ظریف وویل د ایرانی اولس پرضد د امریکا اقدامات جنګی اقدام دی
(last modified Wed, 09 Oct 2019 12:13:09 GMT )
Oct 09, 2019 16:43 Asia/Kabul
  •  ظریف وویل د ایرانی اولس پرضد د امریکا اقدامات جنګی اقدام دی

ښاغلی ظریف زیاته کړه امریکا له مالی اوزارونو د ایران ، چین ، روسیې ، کیوبا او وینزویلا په شان په خپلواکه هیوادونو د دباو د راوړلو لپاره استفاده کوی .

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ایران د خلکو پرضد د امریکا اقداملات جنګی اقدام وباله او ویې ویل چی امریکا د ایران ضد په اقتصادی جنګ کی ملکیان خپل اصلی هدف ګرځولی دی .

ښاغلی ظریف  نن په تهران کی نړیوال اقتصاد او بایکاټونه تر عنوان لاندې په نړیوال کانفرنس کی زیاته کړه اقتصادی او مالی جنګی اوزار یا په جنګی عامل د ډالر او اقتصاد بدلیدا په نړیوالو ادبیاتو کی په دودې اصطلاح بدل شوی دی .

ښاغلی ظریف زیاته کړه امریکا له مالی اوزارونو د ایران ، چین ، روسیې ، کیوبا او وینزویلا په شان په خپلواکه هیوادونو د دباو د راوړلو لپاره استفاده کوی .

ښاغلی ظریف همداراز د ایران د مرکزی بانک د بیا بایکاټ په اړه هم وویل د امریکا لخوا د ایران د مرکزی بانک بایکاټ  په هره بڼه غیر قانونی دی ځکه چی د دغه بایکاټ په اساس مرکزی بانک د ایران د اقتصادی اوزار په توګه اجازه نلری چی د ایرانی اولس لپاره درمل او خوړه واخلی .

 

 

 

 

ټیګونه