امریکاانګلستان او صهونیسټي رژیم د عراق د وروستیوبلواګانوریښې دی
عربستان د امریکا د یوه مَریۀ او نوکر په توګه له واشنګټنه په پیروۍ کې دیمن په جبۍ کې ښکیل شوی دی . ترکیه د سورئې له شماله د امریکائی عسکرو له وتلو وروسته سملاسی د واشنګټن د ځای نیولل غواړی ،خو باید خیال دې وکړی چې په دغې جبۍ کې ګیر نشی .
زمونږخبریال راپورراکړ د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا...سید احمد خاتمی نن د جمعې لمانځه په خطبو کې وئیلی دی،د عراق په وروستیو بلواګانو کې درو اساسی لوبغاړو،یعنی امریکا،انګلستان،وحشی صهیونیسټی رژیم اساسی رول لوبولی چې بلواګر ئې عراقی انقلابیان معرفی کړی دی .
آیت ا.. احمد خاتمی دعراق په وروستیومظاهرو کې لسګونو عراقیانو ته د مرګ ژوبلو په اوښتو دخواشینۍ په څرګندولو سره وئیلی دی ، هغه اقتصادی غوښتنې چې اعتراض کونکو ئې چغې پورته کولې،د عراق د لومړی وزیر او نورومسئولانو په تعبیر، په حقه غوښتنې دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وئیلی،د عربو مرتجعو رژیمونو او بعثی رژیم پاتې کسانو اوځینو ارمریکائی،انګریزی اوسعودی رسندویو بې ځایه او دروغجن راپورونه ،په عراق کې د بلواؤ او ناکراریو د پراختیا لامل شوی دی .
آ یت ا.. خاتمی ددې خبرې په کولو سره چې بې شکه د عراق د ولس دښمنان له د غې پیښې څخه په ناوړه استفادې پسې دی ، روښانه کړې ، دښمنان په عراق کې دبلواؤ او شخړو په رامینځةکولو سره د ایران او عراق د دوو ملتونو تر مینځ د درز په رامینځةکولو او د حسین عاشورا د اربعین په لاریون کې د ویرې او وحشت درامینځةکولو پشمول په ځینو سپیرو موخو پسې دی .
هغه همداراز په دې په ټینګار سره چې اسلامی ایران د سورئې له خاورې د ترکیې دپوځیانو د وتلو غوښتونکی دی ، د ترکیې حکومت ته په سپارښتنې سره وئیلی دی عربستان د امریکا د یوه مَریۀ او نوکر په توګه له واشنګټنه په پیروۍ کې دیمن په جبۍ کې ښکیل شوی دی . ترکیه د سورئې له شماله د امریکائی عسکرو له وتلو وروسته سملاسی د واشنګټن د ځای نیولل غواړی ،خو باید خیال دې وکړی چې په دغې جبۍ کې ګیر نشی .